امریکا نیجر کې د خپل سفارت یو شمېر کارکونکي بهر ته لېږدوي

نیجر
د خپرېدو وخت

په نیجر کې د تېرې اوونۍ له پوځي کودتا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دغه هېواده د خپل سفارت د ځینو کارکوونکو د ایستلو امر کړی دی.

د دغه حکم له مخې به د امریکا سفارت هغه کارکوونکي چې شتون یې ډېر اړین نه دی له نیجر څخه بهر ته استول کېږي.

وروسته له هغه چې نیجر کې لاریون کوونکو د فرانسې پر سفارت د یکشنبې په ورځ برید وکړ له یاد هېواده په سلګونه بهرني وګړي وویستل شول.

دا لاریون د کودتا په تړاو د لویدیځو هېوادونو د دریځ پروړاندې شوی وو، چې ویل کېږی ګډون کوونکي یې د کودتا ملاتړي کسان وو.

په نيجر کې د چارشنبې (۲۶/۰۷/۲۰۲۳) پر بېګاه ناوخته د پوځي افسرانو يوې ډلې د دغه هېواد پر دولتي تلويزيون د کودتا او واک ترلاسه کولو اعلان وکړ او ټولې دولتي ادارې يې بندې کړې.

د کودتا مشر جنرال عبدالرحمن شیاني د خپل هېواد په کورنیو چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې خبرداری ورکړی.

که څه هم تېره شپه یې په یوه ټلویزیوني وینا کې فرانسوي وګړو ته ډاډ ورکړ، چې دوی په بشپړ ډول خوندي دي.

نیجر، چې یو وخت د فرانسې مستعمره وه او له دغه هېواد سره پراخې اړیکې لري، د نړۍ یو له مهمو یورانیم تولیدونکو هېوادونو څخه دی او د مدیترانې بحیرې او اروپا څخه د تیریدو لپاره شمالي افریقا ته دتګ یوه مهمه لاره ده.

نیجر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې ماښام له پرځول شوي ولسمشر محمد بازوم سره په تلیفوني تماس کې ټینګار وکړ، چې متحده ایالات په نیجر کې د ډیموکراتیک منتخب حکومت بیرته راستنیدو ته ژمن دی.

لوېدیځ هېوادونه محمد بازوم په لوېديځه افريقا کې د اسلامپالو سخت دريځو ډلو پر وړاندې د مبارزې متحد بولي.

بورکينا فاسو او مالي دوه هېوادونه چې له نيجر سره پوله لري په تېرو څو کلونو کې د جهادي ډلو له خوا پرې د کودتا هڅې شوې او همدې دا مسله د لوېديځ هېوادونو او ملګرو ملتونو لپاره حساسه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د یو شمېر کارمنانو له ایستلو سربېره به په پلازمېنه نیامي کې د دغه هېواد سفارت خلاص او فعال وي.

دی وايي: "موږ د نیجر خلکو سره خپلو اړیکو ته ژمن یوو او موږ له دوی سره په لوړه ډیپلوماټیکه کچه اړیکې لرو."

متحده ایالات نیجر کې د بشري او امنیتي مرستو لوی تمویل کونکی دی او وار له مخکې یې خبرداری ورکړی و، چې کودتا ممکن د ټولو همکاریو د ځنډولو لامل شي.