امریکا کې پولیس د وژل شوي افغان ژباړن وژونکو پسې ګرځي

امریکا
د عکس تشریح، نصرت الله احمدیار په بګرام هوايي اډه کې له کم عمرۍ پر کار بوخت و او هم هلته یې انګریزي ژبه زده کړه.
د خپرېدو وخت

برتانوۍ "ګارډین" ورځپاڼې د امریکايي رسنیو له نکله لیکلي، ۳۱ کلن نصرت الله احمد یار په واشنګټن کې خپل موټر کې د ټوپک پر ګولۍ ویشتل شوی او روغتون ته په رسېدو یې سا ورکړې.

احمدیار چې له امریکايي ځواکونو سره یې افغانستان کې د ژباړن په توګه کار کړی و، ۲۰۲۱ کال کې وروستۍ الوتنه کې له افغانستان وتلی و او دا مهال امریکا کې مېشت و.

امریکایۍ "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې لیکلي، احمدیار د لسو او ۱۱ کلونو ترمنځ و چې د کابل شمال کې د بګرام په هوايي اډه کې کار پیل کړ، وروسته یې انګریزي ژبه زده کړه او ژباړونکی شو.

هغه کلونه وړاندې له خپلې مېرمن او څلورو بچیانو سره له افغانستان د امریکا پنسیلوانیا ایالت ته کډه شوی و، خو هلته د تاوتریخوالي له ځېنو پېښو وروسته د نوي ژوند لپاره د امریکا ویرجینیا ته وکوچېد.

نصرت الله احمدیار د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازېنی کس و.

ګارډین کاږي، د دغه وژل شوي افغان د دفن او خاورو ته سپارلو لپاره امریکا کې مېشتو افغانانو بسپنه ټوله کړې.

د امریکا پولیسو"این بي ایس" ټلویزوني شبکې ته ویلي، احمدیار دا تېره دوشنبه په خپل موټر کې وژل شوی، سره له دې چې روغتیا پالانو خپله ټوله خواري د هغه د ژغورنې لپاره وکړه خو بریالي نه شول.

پولیس دا مهال په هغو څلورو مشکوکو کسانو پسې پلټنې کوي چې څارونکو کامرو یې ویډيو ثبت کړې او یو یې وايي "احمدیار یې وواژه."

امریکا
د عکس تشریح، پولیس په څلورو هغو شکمنو وژونکو پسې ګرځي چې د څار کامرو ثبت کړي

پولیسو اعلان کړی که د دغو مشکوکو کسانو په اړه هر څوک مالومات ورکړي ۲۵۰۰۰ ډالره نغدي جایزه به ورکړل شي.

د احمدیار کورنۍ او خپلوان وايي هغه یو موټر چلوونکی و چې د ورځې شاوخوا ۱۲ ساعته به یې کار کاوه او د خپلې کورنۍ لپاره یې روزي ګټله.

د احمدیار یو نژدې ملګري رحیم الله امیني وايي، په هغه شپه چې دی کار ته وتلی مېرمن یې ترې غوښتي چې کور پاتې شي، خو له هغه سره د کور کرايي لپاره د پیسو ګټلو اندېښنه وه او له همدې کبله یې مېرمن ته ویلي وو "زه دومره پیسې نه لرم چې کور کېنم باید د کور کرايې لپاره پیسې پیدا کړم."

امیني وايي احمدیار ته یې زامن تر هر څه ګران وو او ویلي وو چې امریکا ته یې د کډې کولو یو دلیل همدا و چې بچیان یې خوندي ژوند وکړي.

د "لایفټ" په نوم هغې کمپنۍ چې احمدیار ورسره کار کاوه، "ګارډین" ته په یوه وینا پاڼه لیکلي "د هغه له کورنۍ سره په اړیکه کې دي او د وژونکو موندلو او قانون ته سپارلو کې به خپله مرسته ونه سپموي."