د امریکا او پاکستان سیاسي او پوځي چارواکو د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل پاکستان همپوړي بلاول بوټو زرداري سره تلیفوني خبرې کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي ښاغلي بلېنکن بلاول بوټو زرداري ته ویلي چې امریکا به پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه دا هم ویلي چې باثباته افغانستان د امریکا او پاکستان دواړو په ګټه دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، دواړو وزیرانو د سیمې د پرمختګ، امنیت او سولې لپاره پر ګډ کار ټینګار کړی.
دوی همدا راز د افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار مهم بللی دی.
د یادونې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر همدې ورځ د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، د افغانستان په اړه غږېدلی دی.
خو تر اوسه د دغو خبرو بشپړ جزییات نه دي راوتلي.
د امریکا او پاکستان د بهرینو چارو وزیرانو له تلیفوني خبرو سره هممهال د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی.
د پاکستان پوځ پرون یوه بیان کې ویلي، د دوی له مشرانو سره د دغه امریکايي پوځي چارواکي په لیدنو کې د سیمه ییز امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې.
بیان زیاتوي چې د پاکستان پوځ له لوی درستیز اصف منیر سره لیدنه کې په ټولو برخو کې د همکاریو په لا پراختیا ټینګار وشو.

د عکس سرچینه، CENTCOM
د امریکا د مرکزي قومندانۍ په بیان کې بیا ویل شوي چې په دغو لیدنو کې د پوځي همکاریو او په ځانګړي توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیتي همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.
جنرال مایکل کوریلا داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې دغه هېواد کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې او د وسله والو بریدونه ډېر شوې دي.
پاکستاني چارواکي وايي دغه بریدنه ټيټيپي یا د پاکستاني طالبانو تحریک له افغانستانه تنظیموي.
دوی دا ادعا هم کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دې عملي کړي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې نه مني.
د طالبانو حکومت کې دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد په دې وروستیو کې یوه عربي ژبي تلویزیون سره مرکه کې وویل چې د امریکا څارګرې بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه د افغانستان فضايي حریم ته داخلېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دوراني اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړی همغږی کوونکی او خپلواک مفتش فریدن سینیرلي اوغلو سره کتلي دي.

د عکس سرچینه، Asif Durrani
ښاغلي دراني پر ټویټر یوه بیان کې ویلي ښه د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږې کوونکي سره یې په دې مهمه لیدنه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو، د پاکستان طالبانو د پټنځایونو، د ښځو د حقونو، بانکي بندیزونو، د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ او افغانستان کې پر بشري وضعیت خبرې کړې دي.
هغه د دې لیدنې په اړه نور مالومات نه دي ورکړي او ښاغلي سینیرلي اوغلو هم د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې اصف دراني تیره اوونۍ کابل ته په سفر کې د طالبانو حکومت له مشرانو سره کتلي وو.
فریدون سینیرلي اوغلو چې تېره اپریل میاشت کې ګومارل شوی، دنده لري چې د افغانستان وضعیت وارزوي او تر راتلونکې نومبر پورې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته خپل رپوټ وړاندې کړي.
ورپسې به د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړېږي.
دا د هغې غونډې دوام دی چې تېره می میاشت په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ او د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوې وه.






















