د اوبو امنیتي کول؛ ایا د ایران د اوبو دیپلوماسي بدلون مومي؟

هلمند
    • Author, نظیم سمون
    • دنده, د له پولې تېرېدونکو اوبو د مدیریت کارپوه
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو پر سر د لانجې په لړ کې ایراني رسنیو تازه خبر ورکړی چې د ایران حکومت د هلمند د اوبو موضوع د خپل ملي امنیت شورا ته وړاندې کوي.

دې حقیقت ته په پام سره چې د هلمند سیند د اوبو د مصرف او وېش په تړاو د افغانستان او ایران ترمنځ مناسبات په یوه ځانګړي حقوقي رژیم کې تعریف شوې دي، د ایراني حکومت له لوري د ملي امنیت په اجنډا کې د موضوع شاملول د غور وړ خبره ده. ځکه کله چې د اوبو په تړاو هر ډول ډیالوګ او اندېښنې په تړون کې له هغو پېشبیني شویو حللارو څخه بهر چې د تړون د ۸مې مادې او د تړون د لومړي نمبر الحاقي پروتوکول پراساس چې مقصد ترې هماغه ګډ کمېسیون دی، مطرح کېږي؛ د ایران په هایدرو دیپلوماسي یا د اوبو سیاست کې د یو غیر نورمال وضعیت ښودنه کوي.

د ۱۳۵۱ کال تړون چې د هلمند سیند اوبود وېش یو قانونمند چوکاټ دی، دواړو ګاونډیانو ته د لوبې یوه قاعده ټاکلې: حق دې واخله حق مې ومنه.

خو دا چې ولې دغه قراردادي رژیم په تېره نیمه پېړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې اوږدې تاریخي شخړې په حل کې ګټور نه دی ثابت شوی، دا پوښتنه تر یو ساده تکنوکراتیک/تخنیکي ځواب هم چې وایو "تړون بشپړ نه دی تطبیق شوی"، پورته پېچلي ابعاد لري چې په دې اړه بحث به موږ د لیکنې له اصلي موضوع بلې خوا ته بیايي.

په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د لانجې په اړه نوي تحولات د اوبو امنیتي کولو (Securitization of water) په مفهومي چوکاټ کې وڅېړو.

د «اوبو امنیتي کول» نظریه د امنیت له هغه پخواني او کلاسیک مفهوم سره چې مقصد ترې د خوندیتوب نشتوالی یا انسان ته متوجه فزیکي ګواښ دی، توپیر لري.

ایران
د عکس تشریح، ۲۰۱۸ کال کې د سپوږمکۍ په وسیله د کجکي بند اخیستل شوی عکس

د اوبو د امنیتي کولو په بحث کې اوبه ډېر کله د ستراتیژي او تکتیک په بڼه مطرح کېږي. په لومړي ډول امنیت کې، یعنې د اوبو ستراتیژیک امنیت کې دولتونه د یو نړیوال مشترک سیند له اوبو سره تړلي حیاتي مسایل د ملي امنیت کچې ته پورته کوي.

د دې مفهوم له مخې د یو نړیوال سیند ټول شریکان اړ دي چې د اوبو په مصرف کې د سیند اقتصادي، محیط زیستي، ټولنیز او سیاسي ځانګړتیاوې چې له یو بل سره د یو سیستم یا شبکې د اجزاوو په څېر چلند کوي او دغه چلند بالاخره د اجزاوو ترمنځ شدیده وابستګي یا اتکا رامنځته کوي، په پام کې ونیسي.

په پایله کې دغه وابستګي د اوبو د شتون، شخړې، غذايي امنیت او اقتصادي ودې ترمنځ یو پیوند رامنځته کوي، چې همدغه پیوند اوبه د «ملي امنیت» یا د «ژوندي پاتې کېدو» بحث ته پورته کوي.

د دې یوه ښه بېلګه د نیل سیند دی چې مصر د سیند په بر سر کې د ایتوپیا له خوا د اوبو د جریان هر ډول اختلال د مصر ټولنیز او سیاسي ثبات، غذايي امنیت او اقتصادي ودې پر وړاندې ګواښ ګڼي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ۲۰۲۰ کال کې په یو بیان کې وویل چې په نیل کې د مصر حقابه د دوی لپاره د ملي امنیت موضوع ده.

د اوبو د امنیتي کولو دویم ډول بیا تکتیکي ماهیت لري چې ځینې دولتونه اوبه د ملي امنیت د لوړ لومړیتوب لرونکو نورو مسایلو سره غوټه کوي. په دې اړه یو تاریخي مثال د اردن او اسرایل ترمنځ د اردن سیند د اوبو تړون دی چې په ۱۹۹۴ کال کې وشو.

د تړون د مقدمې په یو ځای کې راغلي «...همدارنګه د دواړو دولتونو لپاره د دایمي امنیت او په ځانګړې توګه د ګواښ او قوې د کارونې د مخنیوي اړتیا ته په پام سره...»

سربېره پر دې د ایران او عراق ترمنځ په ۱۹۷۵ کال کې د سرحدي مسایلو او اوبو د تنظیم په اړه د تړون تر شا یوه مهمه انګېزه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې او جغرافیې پرسر د بالقوه جګړې مخنیوی و.

د پورتني تعریف په پام کې نیولو سره، لا څرګنده نه ده چې آیا ایران رښتیا هم دې نتیجې ته رسېدلی چې له اقلیمي بدلون سره تړلې د هلمند سیند کې د اوبو د کمښت ستونزه خپل امنیت ته یو ستراتیژیک تهدید وګڼي؟ دا به وروسته د ایران په چلند کې روښانه شي.

خو په تېر وخت کې د ایران هایدروډیپلوماسۍ ته په کتو سره، ایران په هلمند سیند کې د خپل حقابې موضوع تل د تکتیک په توګه کارولې.

هلمند
د عکس تشریح، هلمند سیند

د هلمند تړون له لاسلیک راهیسې چې نیمه پېړۍ پرې اوړي، د تړون یوه اساسي برخه چې هغه د حقابې په توګه د کال ۸۲۰ میلیونه مترمکعبه اوبه دي، لا هم نه ده عملي شوې.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د تړون تر لاسلیک وروسته ایران د هلمند سیند څخه په منځنۍ کچه په کال کې تر ۳ میلیارد مترمکعب پورې اوبه ترلاسه کړې دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو لانجې امنیتي کول چې په اصل کې تخنیکي ماهیت لري، د دواړو هېوادونو لپاره ناوړه سیاسي پایلې لرلی شي؛ ځکه چې د امنیتي مطالعاتو له نظره کله چې یوه موضوع د ملي امنیت د ګواښ په توګه وګڼل شي، د تهدید د مخنیوي لپاره هر ډول اقدامات -که د ځواک کارول یا جګړه هم وي- مشروع عمل ګڼل کېږي.

له همدې امله ده چې د موضوعاتو امنیتي کول د دولتونو ترمنځ د نورمال سیاست قواعد له پامه غورځوي او ددې پرځای چې په دې اړه تصمیم نیونې د پر معقولیت او د شخړې د دوستانه حل و فصل پر اصولو بنا وي، تر ډېره د ملي اضطرار، استعجالیت او ملي سلامتیا ته د گواښ د روایت پربنسټ ترسره کېږي.

افغانستان او ایران په اوسنیو شرایطو کې د هلمند د اوبو معضلې ته کومه بله جادويي حل لاره نه شي موندلی، مګر دا چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته درناوی وشي او هغه د لوبې قاعدې په توګه په پام کې ونیول شي.