آیا هره ورځ سر وینځل او د شامپو کارول مو وېښته خرابوي؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
آیا تاسې هم احساس کړې، چې د حمام کولو پر مهال مو وېښته ډېر تویېږي؟
دا ډېر لاملونه لرلی شي، لکه کومه شامپو کاروئ، په څه ډول اوبو ځان وینځئ او پوټکی مو څومره روغ دی.
د حمام کولو پر مهال مو ولې ډېر وېښته تويېږي، لاملونه او حل لار یې څه ده؟
د دې پوښتنو د ځواب لپاره مونږ له جلدي متخصصې ډاکټرې راجندران سره خبرې کړي.
له هغې مو وپوښتل چې آيا حمام کول وېښتان خرابوي؟ هغې په ځواب کې وویل چې، دا به سمه خبره نه وي چې حمام کول د وېښتو د خرابېدو لامل کېږي. دا ښايي زمونږ ځینو هغو عادتونو پورې اړه ولري چې د غسل یا حمام کولو پر مهال یې ترسره کوو.
طبي څېړنېو دا نه ده ثابته کړې، چې شامپو یا غسل کول د وېښتو د تویېدو لامل کېږي.
اونۍ کې باید څو ځله ځان ووینځو؟
د دې لپاره کوم ټاکلې معیار نشته چې، تاسې باید په اونۍ کې څو ځله خپل وېښته وینځئ یا غسل وکړئ، دا په شخص او د هغوی په چاپیریال پورې اړه لري. که د سر پوټکی مو غوړ یا ډېر وچ وي باید هره ورځ غسل وکړئ او خپل وېښته ووینځئ.
هغه کسان چې هره ورځ تمرین کوي، یا داسې کار ترسره کوي چې بدن یې ډېره خوله کوي نو هره ورځ غسل کول هېڅ تاوان نه لري.
نارینه باید اونۍ کې څو ورځې غسل وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نارینه و په پوټکي کې غور لرونکي غدې (glands sebaceous) ډېرې دي او د سر پوټکی یې هم ډېر غوړ لري، که دوی هره ورځ غسل وکړي باک یې نشته او ویښتو ته یې هېڅ زیان نه لري.
ګرمې اوبه که سړې اوبه؟
د خپل سر پوټکی له ډېرو ګرمو یا ډېرو سړو اوبو وساتئ او دا غوره ده چې په تړمو(شیرګرمو) اوبو غسل وکړئ.
اوس ژمی دی نو په ډېرو ګرمو اوبو د سر مینځل د سر د پوستکي حجرې زیانمنوي.
په مالګینو اوبو څنګه سر ومینځو؟
د ځینو سیمو اوبه مالګیني دي. په ټوله کې دا ډول اوبه وېښته نه تویوي. که تاسو خپل وېښته په مالګینو اوبو ووینځئ، غوره ده چې له وینځلو وروسته پرې د څښاک د اوبو بوتل اوبه واچوئ یا داسې اوبه چې مالګه و نه لري.
آیا د غسل پر مهال ډېر ځنډ مو وېښته تویوي؟
تر شاور لاندې د ډېر وخت لپاره مه درېږئ، ځکه چې زمونږ وېښته طبیعي غور او رطوبت لري، که تاسې اوږده موده تر شاور لاندې ودرېږئ دا طبیعې غوړ له منځه ځي.
خپل وېښته تر هغه وخته وینځئ چئ د شامپو یا صابون زګ ترې لاړ شئ.
وېښته په څه ډول شامپو ووینځو؟
زمونږ د وېښتو تېزابیت(پي اېچ) ۵،۵ دی، غوره ده چې داسې شامپو وکاروئ چې اندازه یې دې کچې ته نږدې وي. هغه شامپو چې تېزابیت یې له ۵،۵ لوړ وي د سر پوټکي د وچوالي لامل کېږي.
د هرې شامپو د پي اېچ کجه د هغه پر بوتل لیکل شوې وي. د شامپو د اخیستو پر مهال ورته پام وکړئ.
نن سبا ډېر خلک هغه شامپو کاروي چې سلفېټ او پارافین و نه لري، خو ډېر کله د شامپو شرکتونه په خپلو تولیداتو کې دا ماده ډېره کاروي. نو تاسې هڅه وکړئ چې هغه شامپو وکاروئ چې د سلفېټ اندازه پکې کمه وي.
تاسې کولی شئ چې د شامپو په غوره کولو کې له یوه متخصص ډاکټر مشوره وکړئ او د خپل سر د پوټکي مناسب شامپو ځان ته واخلئ.
هغه کسان چې د سر د پوټکي ستونزو سره مخ دي، باید هغه شامپو وکاروي چې پارافین او سلفېت و نه لري، ځکه چې د سلفېت او پارافین لرونکي شامپو د وېښتو ریښي زیانمنوي.
کوم ډول کنډېشنر باید وکاروو؟
د وېښتو کنډېشنر هم باید د خپلو وېښتو د غوړوالي او وچوالي له مخې غوره کړئ. که مو وېښته ډېر کمزوري وي کنډېشنر مه کاروئ، د کنډېشنر پر ځای د وېښتو سیروم هم کارول کېدای شي.
که له غسل څو شېبې وروسته مو وېښته بېرته سرېښناک حالت درلود، دا په دې مانا ده چې وېښته مو غوړ دي، په داسې شرايطو کې کنډېشنر لرونکې شامپو وکاروئ او متخصص سره پرې خبرې وکړئ.
له وینځلو وروسته مو وېښته څنګه پاک کړئ؟
د وېښتو وینځلو پر مهال باید شامپو یوازې د وېښتو په ریښو کې وکارول شي، په داسې حال کې چې کنډېشنر بیا د وېښتو لپاره دی دا باید د وېښتانو په ریښو کې و نه کارول شي.
کا تاسې د ډاکټر په سپارښتنه شامپو کاروئ، باید د درملو په بڼه یې وکاروئ. اول یې د سر په پوټکي وسولوئ بیا یې د پنځو یا لسو دقیقو لپاره پرېږدئ، وروسته یې د لاسونو د ګوتو په څوکو ورو او نرم نرم مساج ورکړئ.
له وینځلو وروسته باید وېښته په څه ډول ټوکر وچ کړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د وېښتو د وچولو ټوکر مو باید نرم وي او په سر یې باید کلک کلک و نه موښئ. ځینې خلک له غسل کولو وروسته په ټوکر خپل وېښته ډېر کلک کلک وچوي، همدا لامل دی چې وېښته یې کمزوري کېږي او تویېږي.
آیا غوره ده چې د وېښتو وچوونکی وکاروئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې کسان د خپلو وېښتو د وچولو لپاره له ټوکر وروسته د وېښتو وچوونکی کاروي. دا کار مه کوئ او خپلو وېښتو ته ګرمه هوا مه ورکوئ.
آیا له وینځلو سملاسي وروسته د وېښتو ږمنځول وېښته خرابوي؟
له غسل سملاسي وروسته د وېښتو له ږمنځولو ډډه وکړئ. د ځینو خلکو وېښتان لا دمخه له غسل وروسته کمزوري شوي وي او غسل کول ښايي زیان ورورسوي. کله مو چې وېښته په بشپړ ډول وچ شول بیا یې ږمنځ کړئ. که له ږمنځولو مخکې مو وېښته یو پل بل کې غوټه شوې وي د خپلو ګوتو په مرسته یې سره بېل کړئ.
کله باید د وېښتو تویېدل ستونزه وګڼل شي او باید ډاکټر سره پرې مشوره وشي؟
دا معمول خبره ده چې یوه اندازه وېښته هره ورځ یا د غسل پر مهال ووځي او پر ځای بې نوي وېښته راشنه کېږي، خو که ستاسې وېښته له عادي حالته ډېر ووځي باید ډاکټر سره پرې خبرې وکړئ او علت یې ومومئ.
که وېښته مو پخه لري په نوکانو یا ګوتو یې مه موښئ چئ لیري یې کړئ، که په دې بڼه غواړئ لیري یې کړئ لاپسې ډېرېږي. د پخې د لیري کولو لپاره هېڅ دایمي حل لار نشته.
د وېښتو د توییدو د مخنیوي لپاره کوم خواړه ښه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه کسان چې ډېره بوره خوري، سګرېټ څښوي او لبنیات ډېر خوري د وېښتانو د توییدو له خطر سره مخ دي.
ډېرې څېړنې ښيي، په ډېره اندازه د لبنیاتو خوراک د وېښتو د پخې او وېښتو کمولو لامل کېږي. هغه کسان چې د تمرین پر مهال پروټین خوري هم وېښته یې کمېدای شي.
په ښځو کې د اوسپنې کمښت هم د وېښتو د توییدو لامل کېږي. د ویټامین ډي کمښت هم وېښته تویوي او د تایراید ستونزه هم ښايي د ويښتو د توییدو یو له عواملو وګڼل شي.
ویټامین بي۱۲ هم د وېښتو د کمېدو لامل کېدای شي.
که تاسې د دې ویټامینو کمښت لرئ د بشپړولو لپاره یې ډاکټر سره خبرې وکړئ.
زړي او مغزیات د وېښتو د روغتیا لپاره ښه دي. د کدو دانې، بادام او کاجو هم د وېښتو د ښه کولو لپاره ګټور دي. هګۍ هم د پروټین ښه سرچینه ده خو که غواړئ وېښتو لپاره مو ګټور تمام شي د هګۍ زېړ مه خورئ.






















