ولې باید ټوله اونۍ په ورته وخت کې ویده شئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه نوې څېړنه سپارښتنه کوي چې د کاري او استراحت ورځو ترمنځ د خوب کولو عادتونو کې کوچني توپيرونه د انسان په کولمو کې غیر صحي باکتریایي بدلونونه رامنځته کوي.
بریتانوي څېړونکو دا څېړنه په هغو خلکو ترسره کړې چې د دا ډول ټولنیز عادت ترڅنګ یې خوراک او ځښاک هم کمزوری وي.
دې عادت ته د "سوشل جېټلګ" کلیمه کارول شوې، یعنې هغه خلک چې د اونۍ د پای رخصتیو کې په ټاکلي وخت نه وېده کېږي، پر سبا یې له خوبه ناوخت پاڅېږي او بله شپه بیا د اصلي کاري ورځو په شان د شپې خوب نه ورځي.
څېړنه په ډاګه کوي چې د خوب دا ډول ګډوډول، په روغتیا منفي اغیز لري.
څېړنه سپارښتنه کوي چې د خوب او له خوبه د پاڅېدو وختونه باید منظم وساتل شي، ترڅنګ یې د خوړو رژیم هم متوازن وي، نو دا عادت د ډېرو ناروغیو خطر را کمولی شي.
د لندن د کینګز کالج ساینس پوهانو دا څېړنه په نژدې زرو ځوانانو ترسره کړې او موندلې یې ده چې ان د یوې عادي اونۍ په لړ کې د شپې خوب د ۹۰ دقیقو توپیر، کولای شي د انسان په کولمو کې ګټورې باکتریاوې اغېزمنې کړي.
روغتیا پالان وایي د انسان په هاضمې سیسټم کې د ډول ډول باکتریاوو د پراخې لړۍ شتون ډېر مهم دی.
ځینې یې د نورو پرتله غوره دي، خو د سم مخلوط ترلاسه کول د یو شمېر ناروغیو مخنیوي لپاره ډېرې مهمې او بنسټيز رول لري.
دغه نوې څېړنه په ډاګه کوي، د بریتانیا نژدې ۴۰ سلنه وګړي له دې برخې اغېزمن دي، چې ډېره برخه یې هم تنکي هلکان او ځوانان دي.
مخکینیو څېړنو بیا موندلې هغه خلک چې دا ډول عادت لري د هغو پرتله چې د خوب وخت یې ډېر منظم وي لږ فایبر لرونکي خواړه خوري.
مخکېنیو څېړنو بیا موندلې، غیرمنظم خوب ددې لامل کېږي چې د انسان وزن زیات، ناروغه او ذهني ستړیا سره مخ شي.
ددې څېړنې مشره ډاکټره کېټ برمنګم وایي:" نامنظم او لږ خوب د انسان پر ټاکنو اغېز کوي، او دا ډول خلک ډېره لېواله وي چې لوړ کاربوهایډریټ یا ډېر خواږه خواړه وخوري."

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکو دا رنګه موندلې چې ددې ډول خلکو په کولمو کې له شپږو درې ډوله باکتریاوې ډېرې وې، ورسره د خوړو یې رژیم کمزوري، چاغوالی او پړسوب یې زیات او د زړه سکتې ګواښ یې هم لوړ وي.
د کینګز کالج څېړونکې ډاکټره سارا بېري وایي: " د خوب منظم ساتل، یعنې کله چې د خوب ځای ته ځو او بیا چې سهار را پاڅېږو دا ټول د ژوند په کړنلاره پورې اړه لري او باید ورسره سمون ولري دا کار به ستاسو د روغتیا سره ډېره مرسته وکړي."
په دې برخه کې د بریټانیا د روغتیا ملي سیستم هم ځینې اړینې سپارښتنې لري:
هره ورځ لږ تر لږه پنځه وخته مېوې او سبزیجات وخورئ.
د لوړ فایبر نشایسته لرونکي خواړه لکه کچالو، ډوډۍ، وريجې او نور ډېر مه خورئ.
د لبنیاتو ځینې بدیلونه ولرئ، او تر وسه د کمو غوړو یا شکرې خواړه غوره کړئ.
ځینې پروټیني خواړه لکه لوبیا، دال، کب، هګۍ، غوښه او نور وخورئ.
غیر مشبوع غوړي خو هغه هم لږ خورئ.
ډیر مایعات وڅښئ ( په ورځ کې لږ تر لږه له شپږو څخه تر اته ګیلاسو).






















