د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا اتلې لوبډلې لوبه مساوي کړه

د ښځو فوټبال نړیوال جام
د خپرېدو وخت

د ښځو نړیوال جام چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کېږي، د پنجشنبې په ورځ (جولای ۲۷مه) په کې یوه په زړه پورې سیالۍ وشوه. په دغې سیالۍ کې د تېر پړاو پایلوبې ته دوه وتلې سیالې لوبډلې، امریکا او هالنډ له یو بل سره مخ شوې.

امریکا چې په نړۍ کې د ښځو فوټبال تر ټولو ویاړلې لوبډله لري او په تېرو دوو پړاونو کې یې څلور ځله اتلولۍ ګټلې دي، د نننۍ لوبې په لومړۍ نیمايي او ان د دویمې نیمايي په لسو دقیقو کې هم ونه شوای کولای چې خپله اتلولي ثابته کړي. خو هالنډۍ لوبډلې بیا پر لوبې ډېر کنټرول درلود او ډاډمنه برېښېده. هالندۍ لوبډلې وکولای شول د لوبې په ۶۰ دقیقه کې د نړۍ پر اتلې لوبډلې یو ګول ووهي.

خو د امریکا لوبډلې یوازې دوه دقیقې وروسته د لوبې په ۶۲ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه. چې د لوبې تر پایه پایله همدا پاتې شوه او لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

په دې سره دواړه لوبډلې د څلور – څلور نومرو په درلودلو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

په نورو سیالیو کې کاناډا وتوانېده چې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای ونیسي. ایرلنډ وار دمخه خپله لومړۍ لوبه اسټرالیا ته بایللې وه.

او د دې لوبې په بایللو د نړیوال جام سیالیو له بهیره وروسته پاتې شوه. ایرلنډ هڅه کوله چې له کاناډا دا سیالي وګټي او د مخته تګ لپاره باید لږترلږه یو دوه نومرې ولري، دوی وتوانېدل چې د لوبې په لومړيو پنځو دقيقو کې د کاناډا پر لوبډلې ګول ووهي، خو د لوبې ګټلو لپاره دا یو ګول بس نه و، بلکې کاناډا وتوانېده په ځواب کې یې دوه ګولونه ووهي او مخ ته د تګ لپاره د ایرلنډ هیلې پای ته ورسوي. کاناډا اوس په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.

د چهارشنبې ورځې په سیالیو کې بیا اسپانیا او جاپان خپلې سیالې لوبډلې ماتې کړې.

جاپان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې زامبیا ته ۵-۰ ماتې ورکړې وه، په دویمه لوبه کې کوسټاریکا ته په دوه ګولونو ماته ورکړه او د ۶ نومرو په ترلاسه کولو یې بل پړاو ته لاره ومونده.

اسپانیا هم چې په لومړۍ لوبه کې یې کوسټاریکا ته ماتې ورکړې وه، د چهارشنبې په ورځ زامبیا ته په ۵ ګولونو ماتې ورکړه او د ۶ پواینټونو په لرلو یې له جاپان سره یو ځای د ۱۶ لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړه.

د ښځو نړیوال جام تنظیمونکي هیله لري، سږکال به دوه میلیارده کتونکي ورجلب کړي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې له سیالیو به یو اعشاریه دوه میلیارده ډېر وي.

د ښځو نړیوال جام سیالیو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو کې سیالي سره کوي. هایتي، مراکش، پاناما، فیلیپین، پورتګال، ایرلنډ، ویتنام او زمبیا لومړی ځل دغه جام ته لار موندلې.