د امریکا ټکزاس کې د الوتکې چالان ماشین د هوايي ډګر یو کارکوونکی راکښلی او وژلی دی

ډلټا
د خپرېدو وخت

د امریکا ټکزاس کې د هوايي ډګر یو کارکوونکي له دې کبله ژوند بایللی چې د یوې مساپر وړونکې الوتکې چالان ماشین ځان ته راکښلی دی.

تر اوسه د دې بشپړ جزییات نشته، چې دا پېښه څنګه شوې.

د وژل شوي کارګر مشرانو ويلي لومړنیو څېړنو ښودلې چې دا پېښه له احتیاطي تدابیرو سره څه تړاو نه لري.

حکومتي ادارو په دې تړاو څېړنې پیل کړې دي.‌

د ترانسپورت د خوندیتابه ملي بورډ ویلي‌، له ډلټا هوايي شرکت سره اړیکه کې دي‌ او دا چې تر اوسه د مالوماتو راټولو پروسه روانه ده.‌

رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه شرکت ایربس 'اې۱۳۹' الوتکه د جمعې پر شپه له سن‌ انتونیو د لاس انجلس نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې وه.

دې پېښه کې وژل شوی کس د د 'یوني‌فای هوايي چلن' کارګر و چې هوايي ډګرونو کې د ډلټا شرکت ځمکنۍ چارې سمبالوي.‌

دغه شرکت ویلي، "زموږ لومړنۍ څېړنو له مخې دا پېښه د یوني‌فای د عملیاتي پروسو او د خوندیتابه تدابیرو له پالیسو سره تړاو نه لري."

د ډلټا یوه ویاند هم ویلي چې دغه هوایي شرکت د "هوایی چلند کورنۍ د غړي ژوند" په له لاسه ورکولو غمجن دی.

هغه زیاته کړې دوی په دې سخت وخت کې د خپل دغه همکار له کورنۍ،‌ ملګرو او خپلوانو غم کې ځان شریک ګڼي او بشپړ ملاتړ یې کوي.‌

دغه هوايي شرکت ځايي 'کېنز ۵' رسنۍ ته ویلي‌ چې له چارواکو سره د دې پېښې په اړه پلټنو کې همکاري‌ کوي.

د کار پر مهال د خوندیتابه او روغتیا ادارې "او‌اېس‌اېچ‌اې" د چارشنبې پر ورځ یوه سیمه ییز هوايي شرکت 'پیډمونټ' له دې کبله ۱۵ زره ۶۲۵ ډالر جریمه کړ چې شپږ میاشتې وړاندې یې الاباما کې د ځمکنۍ عملې یو غړی په همداسې پېښه کې ومړ.‌

دې ادارې ویلي چې "سمه روزنه او د خوندیتابه اصولو عملي کېدو د دې غمیزې مخه نیولی شوه."