د حزب الله او اسرائيلو تازه بريدونه: دواړه يو بل د اوربند په ماتولو تورنوي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائيلو ويلي چې د دوشنبې په ماښام يې په لبنان کې وروسته له هغه موخې په نښه کړي چې حزب الله ډلې د دوی پر يوه پوځي مرکز بريد وکړ.
دواړه غاړي يو بل له اوربند پر سرغړونې تورنوي.
د لبنان د عامي روغتيا وزارت ويلي، د اسرائيلو په بريدونو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.
د اسرائيلو پوځ ويلي، چې په "ټول لبنان" کې يې د حزب الله بنسټونه په نښه کړي خو په همدې مهال يې د اوربند تړون ته هم ژمنتيا تکرار کړې ده.
بل پلو حزب الله ويلي چې د "اسرائيلي سړغړونو" په ځواب کې يې په اشغال شوې سيمه کې د اسرئيلي پوځ په يوه مرکز د "دفاعي خبرداري" بريد کړی دی.
اسرائيلو ويلي د حزب الله په بريدونو کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د حزب الله بريد له "اوربنده جدي سرغړونه" بللې او ګواښ يې کړی چې اسرائيل به يې "په کلکه ځواب ورکړي."
کله چې په پيل کې دواړو لوريو تر منځ د اوربند هوکړه وشوه، نتنياهو ويلي وو چې هېواد يې چمتو دی د حزب الله هر ډول سرغړونې ته ځواب ورکړي.

د دوشنبې ورځې تاوتریخوالی د وروستۍ هوکړې نازکتبوب په ګوته کوي چې موخه يې د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د ۱۳ مياشتنۍ جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي.
تېره اوونۍ امريکا او فرانسې ويلي وو چې د "اوربند هوکړه به په لبنان کې جګړه ودروي او اسرايئل به د حزب الله او نورو ترهګرو ډلو له ګواښ څخه خوندي ګړي."
حزب الله ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې په جنوبي لبنان کې خپله وسله وال فعاليت ودروي او په همدې مهال اسرائيلي ځواکونه هم بايد له دې سيمې ووځي.






















