د پښتون واکمن علاو الدین غلجي او ملک کافور اړیکي

د عکس سرچینه، revoltpress.com
- Author, بهرت شرما
- دنده, بي بي سي هندي
- د خپرېدو وخت
د فېلم جوړوونکي سنجي لیلا بهانسلي فېلم پدو ماتي یو ځل بیا د بحث موضوع ده. د فېلم په لومړۍ صحنه جوړولو کې د راجپوتانو کرناني پوځ د فېلم پر جوړښت برید کړی و.
فېلم کې د علا والدین غلجي (خلجي) او چتوړ د ملکې پدما وتي د تړاو په هکله کیسه کېږي.
علاو الدین غلجی په هند کې د پښتنو د واکمنۍ بنسټګر بلل کېږي.
په دې وروستیو کې د دې فېلم نوی څرک پیل شوی دی.

د عکس سرچینه، Twitter
لومړني څرک سره د فېلم د کیسې په هکله نظریې پیل شوې دي.
دا هم ویل کېږی چې بهانسلي په دغه فېلم کې د علاو الدین غلجي او د ملکې پدما وتي د مینې کیسې ته پام نه کوي.
هغه د غلجي او د هغه د غلامانو مشر ملک کافور تر منځ اړیکو ته هم ګوري.
د دې مطلب دا چې فېلم کې رنویر سینګ د همجنس خوښي رول هم ښيي.

د عکس سرچینه، Twitter
ملک کافور څوک و، د علاو الدین غلجي له هغه سره څه اړیکي وو، د دې کیسې څه شی ډېر جالب دي؟ نو په دې هکله د پوهېدلو لپاره د تاریخ پاڼې کتل غواړي.
کافور په اصل کې د ډېلي د سلطان علا والدین غلجي د غلامانو پوځي قومندان و.
د تاریخ کتابونو کې راغلي دي چې د غلجي جنرال نصرت خان د ګجرات په یرغل کې ملک کافور ونیو او غلام یې کړ.
وروسته یې هغه ته پرمختګ (واک) ورکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د علاو الدین غلجي د پوځي قومندان په توګه ملک کافور مغولو ته ماتې ور کړه او بیا یې سوېلي هند کې د خپل واکمن د سوبې بیرغ ودراوه.
پر دې سربېره ډېرو کتابونو کې د غلجي او کافور ترمنځ د ځانګړو اړیکو په هکله ډېر څه لیکل شوي دي.
په هند کې د ار ونیتا او ایس قدوايي په کتاب (هند کې همجنس خوښي) کې راغلي چې ملک کافور د علاوالدین غلجي په پوځ کې له شاملېدلو سره هغه ته زردیناری ویل کېده.
د دې کتاب له مخې غلجي پر ملک کافور ملک ناویات (نایاب) نوم کېښود.
د غلجي په واکمنۍ کې یو شنونکی ضیاء الدین باراني د غلجي د وروستیو ورځو احوال ویلو کې وايي، چې په هغو څلورو پنځو کلونو کې چې کله سلطان د خپل یاداښت د لیکولو ویلي و، نو د ملک ناویات سره ژوره مینه کې ډوب و:
"د حکومت او مامورانو ټول واک یې ور کړی و".

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه غلام ته د دومره واک ورکولو وجه څه وه، ایا کافور همجنس خوښی و او ایا د غلجي او کافور ترمنځ جسماني اړیکي وو، په دې تړاو بي بي سي له تاریخپوهانو سره خبرې کړې.
هند کې د مغولو د واکمنۍ په هکله مشهور تاریخپوه هربنس مکیا وايي، چې هغه مهال غلامانو ته دومره واک ور کول د حیراني خبره نه وه، هغه مهال کې د غلام مانا د اوس په څېر نه وه.
تاریخپوه مکیا وايي، چې د غلامانو تر ټولو لویه ځانګړنه د هغوی مېړانه وه، چې هغه څومره زړور سرتېر او څومره ژمن دی:
"کافور کې دا دواړه ځانګړنې وې".
د هغه په خبره، کافور ځکه ډېر مهم شوی و، چې د غلجي لپاره یې څو جنګونه وکړل او ویې ګټل.
مکیا وايي، هغه همجنس خوښی نه و.
مکیا زیاتوي، نه کافور همجنس خوښی و او نه هم غلجي د هغه سره جسمي اړیکه وه.
کله چې هغه و پوښتل شو چې په فېلم کې یې د همداسې ښودلو هڅه شوې ده، نو ځواب یې دا و چې فېلمونو کې همداسې څه لیدل کېدی شي.
د هغه په خبره، په فېلمونو کې چې څه لیدل کېږي نو هغه له تاریخ سره تړاو نه لري.





















