د داسې ژبې فلم چې ۲۰ کسان یې ویلای شي

د عکس سرچینه، NIIJANG XYAALAS PRODUCTIONS
د سګواوو کي یونا یا د چاکو څوکه په نامه دغه فلم کې کیسه هماغه ده، چې معمولاً د بشریت تر منځ شریکه ده، یاني کورنۍ، مینه، خپلوي او بې وفايي، خو هغه څه چې دغه فلم له نورو ځانګړی کوي، د فلم ژبه ده چې 'هیدا ' نومېږي.
د لومړنیو خلکو شورا غړي وايي، په نړۍ کې یوازې ۲۰ کسان داسې ژوندي دي چې په روانۍ سره دغه ژبه وايي.
هیلن هایګ براون او ګوايي اډنشاو چې د دغه فلم ډایرکټران یا لارښوود دي وايي، سره له دې چې په هیدايي ژبه د فلم وړاندې کولو مېتود هماغه د کیسې وړاندې کولو دودیز دی، خو په وینا یې یو هدف یې دا هم دی چې له دې فلمه ژبه زده کړل شي.
دیانې براون چې د ګوايي انا ده او فلم کې یې هم رول لوبولی له همدې ۲۰ کسانو ده چې خپله ژبه ویلای شي:
''په لومړي سر کې مو لا ارمان دا و چې ماشومان به مو دې سره خپله ژبه زده کړي او موږ به له دې لارې ورسره مرسته وکړو.
په فلم کې د هیدا قبیلې خلک د ژمي لپاره د خوړو چمتو کولو په حال کې لیدل کېږي، چې پر سینو یې خالونه وهلي او د صنوبر ونو له رېښو اوبدل شوي پوستینونه یې اغوستي دي.
د دغې قبیلې د اوسېدو سیمه برتانویانو په ۱۸۵۳ کال کې ونیوه او د ملکې چارلوټ ټاپوګانو نوم یې ورکړ.
ډېر خلک داسې باور کوي چې اروپایانو په لوی لاس هیدا خلکو ته په ویروسونو لړلي کالي او کمپلې وېشلي وو، چې د ناروغیو پایله کې د سیمې نژدې ۱۰ زره اوسېدونکو شمېر ۵۸۸ کسانو ته راټیټ شوی و. دغه موضوع په د چاکو څوکه نومي فلم کې هم انځور شوې ده.
د شلمې پېړۍ اوږدو کې د هیدا قبیلې شمېر بېرته راپورته شو او اوس ۳۴۴۲ کسانو ته رسېږي، خو د دوی ستونزه یوازې د شمېر کمېدو تر حده نه وه، بلکې د دوی کلتور له منځ یوړل شو.
ویل کېږي د دې قبیلې ماشومانو به د ګیهځ لخوا په کروندو کې جبري کار کاوه او ماسپښین به د اروپایانو په چمتو شویو ښوونځیو کې لومړنۍ زده کړې ورکول کېدې. د دوی په مورنۍ ژبه خبرې کول په سختۍ سره ممنوع بلل شوي وو.

د عکس سرچینه، LAUREN BROWN
دایانې بروان وايي، مور پلار ته یې ښوونکو ویلي و، که ''خپله ژبه ووايي، دوزخي به شي. '' دا وايي، ځینې ماشومان د خپلې مورنۍ ژبې ویلو له کبله وهل ټکول شوي وو.
مېرمن براون وايي:
''دا زموږ د کنترولو او په بشپړه توګه د جذبولو یوه تګلاره وه. ''
هیدا یا په برټش کولمبیا کې ویل کېدونکې ژبه ده چې ویل کېږي له کنګل پېر وروسته یانې ۱۱ زره کاله پخوا دغه سیمه کې مېشت شویو خلکو ویله.
دغه ژبه درې لهجې لري چې د امریکا په الاسکا او د کاناډا په هایدابورګ سیمو کې ویله کېږي. ویل کېږي دا له یوه سره ځکه ځانګړې ژبه بلل کېږي چې په نړۍ کې له شته هیڅ یوې ژبې سره تعلق نه لري.
یونیسکو وايي په کاناډا کې ۷۰ دغسې لرغونې ژبې دي، چې د لومړنیو خلک شورا په خبره نیمايي یې په برټش کولمبیا کې دي او د ټولټال نفوس شمېر یې ۱۷۲۵۲ کسانو ته رسېږي، خو د دې ټولو خلکو یوازې درې سلنه کولای شي په روانۍ سره خپله مورنۍ ژبه ووايي.





















