ژباړه، ولې او څنگه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هميم جلالزى
- دنده, ليکوال
- د خپرېدو وخت
په دې وروستيو کې له بېلا بېلو ژبو څخه پښتو ژبې ته د کتابونو ژباړل زيات شوي. که يوه نه وي بله اوونۍ خو ارو مرو يو نوی کتاب چاپېږي.
اکثره دغه ژباړل کېدونکي کتابونه، سياست، روانې چارې، تاريخ او نور ټولنيز علوم وي. ساينسي کتابونه پکې ډېر کم وي.
د کتابونو آره ژبه، انګريزي، اردو، فارسي او لږه عربي وي. دا چې په افغانستان کې د ژباړې لپاره کوم منظم بنسټ نشته نو له همدې کبله د ژباړې لپاره کېدونکې هڅې خورې ورې دي. مانا دا چې د کتاب ژباړه دلته معمولا داوطلبانه کار دی.
خو دغه ډول داوطلبانه او د خپلې خوښې ژباړې کله کله له ستونزو سره ملې وي. لامل يې دا وي چې نه چېرته ورته کوم ټاکلی معيار شته او نه بل تول و ترازو چې معلوم کړي کومه ژباړه ښه ده او کومه نه.
زه معمولا د کتاب د لومړيو مخونو له لوستلو وروسته پوهېږم چې کتاب څنګه ژباړل شوی دی، ايا مخکې ورسره تلای شم او کنه؟ داسې هم شوي دي چې د ژباړې، د خرابې او ځيږې ژبې او د پښويې يا ګرامري ګډوډيو له کبله د کتاب تر لوست تېر شوی یم.
د ژباړې لپاره د کتاب ټاکنه
ما يو کتاب ژباړلی چې "جګړه ځپلي هېوادونه او د حکومتولۍ ننګونې" نومېږي او په ۲۰۱۵ کال کې د هېواد بهرنيو چارو وزارت چاپ کړ. د دې کتاب د غوراوي لپاره زما دليل دا و چې د افغانستان غوندې جګړه ځپلو ټولنو باندې ليکل شوی دی.
په دې کتاب کې د ډېرو هېوادونو تجربې وې چې د ملت جوړنې، دولت جوړنې، ټاکنو، ولسواکۍ، بشري حقونو، انتقالي عدالت او په ټوله کې له جګړې وروسته هېوادونو کې د سيسټمونو پر جوړولو راچورلي.
که څه هم په دې کتاب کې د افغانستان لږې بېلګې را اخيستل شوې خو د منځپانګې په لحاظ په کتاب کې راغلې د هر هېواد تجربه له افغانستان سره يو ډول نه يو ډول اړخ لګوي. همدا لامل و چې ما وژباړه.

د عکس سرچینه، SOCIALMEDIA
زه د هر ژباړل شوي کتاب په ليدو له همدې پوښتنې سره مخامخ کېږم چې دا کتاب به ولې انتخاب شوی وي؟ څو ورځې مخکې مې د امازون د غوره پلورل شويو کتابونو ليست وليد او په روان کال کې پښتو ته ژباړل شوي اکثره کتابونه مې، هغه چې ماته معلوم ول، ورسره پرتله کړل، چې له بده مرغه د دغو ښه پلورل شويو کتابونو له ډلې يو هم نه و ژباړل شوی.
د دغو کتابونو په اړه ښايي دا استدلال وشي چې ټول هغه کتابونه هم ددې وړ نه دي چې زموږ ژبې ته وژباړل شي چې په نورو ټولنو کې ډېر پلورل شوي وي. خو که په دې کتابونو کې چاڼ وشي نو ډېر داسې کتابونه پکې پيدا کېږي چې نه يوازې زموږ له ټولنې سره اړيکي لرلای شي بلکې زموږ پر ټولنه ژوره اغېزه هم کولای شي.
هغه کتابونه چې پښتو ته ژباړل کېږي، ښايي له هر ژباړن سره يې د غوراوي يو دليل وي، خو ما چې ډېر ليدلي دي زموږ له ټولنې سره يا لږ اړخ لګوي او يا يې اغېزه ورباندې کمه ښکاري. دا مخه مې هم موندلې نه ده چې له هر ژباړن څخه د ژباړلي کتاب د غوراوي دليل وپوښتم.
د ژباړې موخه دا ده چې موږ په ټولنه کې يوه بدلون ته لاره هواره کړو، يو ذهن روښانه کړو، او خپل خلک خبر کړو چې په نورو ټولنو کې هم ورته جرړې وې، او هغو څنګه هوارې کړې، يا دا چې د ځينو افرادو بريالۍ تجربې ورسره شريکې کړو، چې دوی ورڅخه ګټه واخلي.
زه د هغو ژباړل شويو کتابونو پر ډېر ګټورتوب باور نه لرم چې له دې ور ها خوا د کوم بل دليل له مخې غوره شوی وي.
د ژباړې ستونزې
ژباړه ډېره باريکه چاره ده. لږ ادلون بدلون پکې نه يوازې دا چې امانتداري له منځه وړي بلکې ښايي اپوټه اغېزه وکړي. له همدې کبله زما باور دا دی تر هغه چې مو خپله ژبه ښه زده نه وي که پر بله هغې هر څومره پوهېږو نو ژباړه به مو بېخونده وي.
په تېرو څو کلونو کې مې څو ژباړل شوي کتابونه ايډيټ کړي دي. په دې ډله کې يو شمېر کتابونه و چې يوازې ايډيټ يې غوښت خو يو شمېر نور و چې له سره مې بايد ژباړلي وای او لږ تر لږه له دريو کتابونو سره مې همداسې کړي چې نژدې له سره مې بېرته ژباړلي دي او مياشتې مياشتې وخت مې پرې لګولی دی. دې کار راته ښه درسونه هم راکړل او د ژباړې په اړه مې تجربې ښې بډايه شوې.
تر ډېره پورې ددې دريو واړو کتابونو ستونزه يوه وه او وروسته چې مې اکثره ژباړې ولوستې، ټولو يې نژدې ورته ستونزې سره لرلې چې دلته يې په څلورو ټکو کې رالنډوم او ښايي په عمومي ډول ورته زموږ د ژباړو ستونزې ووايو.

لومړی، اوږدې جملې: هغسې اوږدې جملې چې د اوږدوالي له کبله به مفهوم په کې ورک و او له بيا بيا لوستلو وروسته هم کله کله نه معلومېده چې د ژباړن منظور څه دی؟ بالاخره اړ کېدې چې اصلي متن يا يوې بلې ژبې ته يې سمه ژباړه ولولې او مفهوم ترې واخلې.
ما به همداسې کول، کله چې به پر پښتو متن پوه نه شوم نو يا به مې د ژباړې اصلي متن کوت او يا به مې يوې بلې ژبې ته ژباړل شوی متن کوت او بيا به مې مفهوم ترې ليکه.
دويم، کلتوري مسايل: د ځينو کتابونو ژباړه داسې وي لکه يو کولتور او فرهنګ چې بل کولتور او فرهنګ ته اړوې. کله چې دا کار کوې، نو د زمان او مکان په ګډون ځينې نور اصطلاحات، اشخاص او پېښې هم وضاحت ته اړتيا لري چې اکثره ژباړن دا کار نه کوي او کله چې کتاب لولې، نو بويه چې اول د کتاب د اصلي متن او زمان و مکان په اړه څېړنې وکړې.
درېيم، ټکي په ټکي ژباړه: دې ژباړې ته زه د پوهنتون او دولتي بېروکراسي ژباړه وايم. هغوی چې په افغانستان کې يې پوهنتون لوستی وي پوهېږي چې دلته ژباړه څنګه وي؟
استاد يو کتاب پيدا کوي، پر محصلينو يې وېشي. محصلين يې ژباړي او سره يوځای کوي. استاد يې بيا د خپلو خواريو په نوم له دې پرته چې ژبه يې جوړه شي او يا وکتل شي چې د لوست وړ ده او کنه، چاپوي.
د دولتي بېروکراسۍ د ژباړې لپاره دلته دوه تازه بېلګې راوړم. په تېرو دوو اوونيو کې مو په ارګ او کابل پوهنتون کې دوه بنروونه وليدل چې د دواړو پښتو متن يې ځکه غلط وه چې ټکي په ټکي له دري يا انګريزي څخه ژباړل سوی و. د ارګ بنر داسې و:
"در حاشیه نشت هیئات عالیرتبه، د لوړ پوړي پلاوي په ګډون د څنډې ناسته، ON THE SIDELINE OF THE THIRD SENIOR OFFICIAL METTING"
په کابل پوهنتون کې هم د ښوونځي د ورځې بنر همداسې و "به محفل ګرامیداشت از مقام والای استاد خوش امدید! د ښوونکي د ورځې ولمانځل غونډی ته ښه راغلاست درته وایو!"
څلورم، غيرمسوولانه ژباړه: دا ډول ژباړې معمولا" هغه ژباړې دي چې ژباړن يې يوازې د مخونو او ټکو شمېر ګوري او خپله مزدوري اخلي. خو ددې ټولو وروستي قربانيان موږ لوستونکي يو.
موږ وخت او پيسې لګوو مګر بيا هم خپلې موخې ته رسېدای نه شو. د ژباړې دغه ډول په اوسنيو رسنيو کې ډېره دود دی.
له ژباړې سره د ژباړن اړيکي
زما تجربه دا ده چې له ژباړې سره بايد ژباړن يو ډول نه يو ډول اړيکی ولري. دا اړيکی يا د کار په حساب، يا د مسلک په لحاظ او يا هم د خپل ذوق له مخې کېدای شي.

زموږ د اکثرو ژباړو د لوستلو پر مهال به درمعلومه شي چې ژباړن له ژباړې سره هېڅ ډول اړيکه نه لرله او کتاب يې ښايي په يوه بل منظور ژباړلی وي.
که هغه ژباړل شوي کتابونه چې د ژباړونکي او ژباړې تر منځ اړيکی موجود وي له هغو سره پرتله کړو چې دغه اړيکی نه وي نو ډېر توپير به مو تر سترګو شي.
لومړۍ ډله کتابونه واضح ژباړل شوي وي او مفهوم ترې اسانه اخيستل کېږي او له دويمې ډلې څخه مفهوم اخيستل داسې وي لکه په توره شپه کې، په توره کوټه کې د تور ميږي توره پښه پيدا کول.
زما په ذهن کې د هر ژباړل شوي کتاب له لوستلو وروسته دوه خبرې راګرځي. که ژباړه په امانتدارۍ او ښه شوې وي نو غواړم ژباړن ته يې ووايم چې بل کتاب هم وژباړي او ډېر ځله مې دا کار کړی هم دی.
که ژباړه يې خرابه وي، لوستل يې سخت وي او کله کله له لوستلو وروسته سړی وايي چې دا وخت دې بايد د يوه بل ګټور کتاب پر لوستلو لګولی وای، نو هغو ته مې وړانديز دا وي چې ددې کتاب د ژباړې پر ځای يې اول خپله ژبه ښه زده کړې وای، بيا یې ښه ډېر کتابونه لوستلي وای او وروسته يې ژباړې ته مخه کړې وای.
تر دې ورها خوا هغه چا او ادارې ته به چې ژباړل شوی کتاب يې له شته ټولو ګډوډيو سره چاپ کړی وي، زما سپارښتنه دا وي، چې که يې ددې کتاب پر ځای د ښوونځي پر زده کوونکو باندې سپينې کتابچې د ژوند کولو له يوه واړه پيغامه سره وېشلې وای، ښه به و.



















