دیار: د اسراییلو پروړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک تاریخي دی
دیار:

د عکس سرچینه، EPA
یو شمیر عربي ورځپاڼو د اسراییلو لخوا په اشغالي سیمو کې د یهودي میشتو ښارګوټونو په اړه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا وروستې پریکړې ته ډیر پام اړولی.
لبنانۍ ورځپاڼې دیار دغه پریکړه تاریخي بللې او وایي؛ دغه پریکړه د اسراییلي رژیم د تیریو تر ټولو پراخه غندنه ده.
الایام:

د عکس سرچینه، EPA
فلسطینۍ ورځپاڼه الأیام لیکي؛ آیا د اسراییلو ویره له دې ده چې د ملګرو ملتونو به یې نړیوالې محکمې ته راکش کړي او هغه څه چې اوس د امریکا ولسمشر وکړل هغه له دغه هېواد سره چې تر پرونه د امریکا نازولی ملګری هېواد دی، پرده پورته کول دي.
شرق الاوسط:

د عکس سرچینه، AP
له لندنه خپریدونکي عربي ژبې ورځپاڼه الشرق الاوسط لیکي؛ د ملګرو ملتونو د وروستۍ پریکړپه غبرګون کې د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرامپ غواړي بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږدولو چارې چټکې کړي.
ورځپاڼه زیاتوي د جمهوریپال ګوند یوه مخکښ غړي ورته ویلي چې ښاغلی ټرمپ غواړي راتلونکی کال بیت المقدس ته په رسمي سفر ولاړشي.
ګارډین:

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د پاپ فرانسس هغه خبره راخیستې چې وايي کریسمس د ماده پال لخوا یرغمل شوی او له لوږې سره مخامخ ، کډوال او جګړه ځپلې خلک یې هیر کړي دي.
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په اروپا کې د سخت دریځو ډلو بریدونو په اشارې سره وايي چې ښايي ترهګري د اروپايي ټولنو د ژوند پر یوه واقعیت بدل شي.
ورځپاڼه زیاتوي په اروپا کې د اسلامي دولت نومې ډلې لخوا کیدونکي بریدونه تر دې کچې رسیدلي چې اروپايي مشران خپل ژوند له خطره ډک ویني.
ډان

د عکس سرچینه، AFP
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د هند په سیندونو کې چې اوبه یې پاکستان ته بهیږي د دغه هېواد د حق په اړه یو مطلب کې لیکلي چې پاکستان له نړیوال بانکه غوښتنه کړې چې په دې برخه کې خپلې ژمني عملي کړي او هغه تړون باید عملي شي چې په ۱۹۶۰ کال کې لاسلیک شوی و.



















