جعلي درمل ملريا ضد هڅې گواښي

- Author, جانا جولي
- دنده, پښتو بڼه : متين سمسور
- د خپرېدو وخت
ملريا ضد تقلبي او ټيټ کيفيت لرونکو درملوافريقا کې د ملريا د ناروغۍ د کابو کولو هڅې له گواښ سره مخامخ کړي دي.
ملريا هرکال نژدې يو ميليون انسانان نړۍ کې له منځه وړي .
جانا جولي پرې رپوټ لري .
تيرو څو کلونو کې د ملريا د ناروغۍ په وړاندې هڅو کې د پام وړ پرمختگ شوى دى.
په دې کې د ملريا ضد درملو پرمختيا هم راځي.
خود اکسفورد د پوهنتون په مشرۍ د ساينسپوهانو يوه ډله وايي تقلبي او د ټيټ کيفيت لرونکو درملو دغه هڅې له خطرسره مخامخې کړي دي.
دغه تقلبي درمل په يوشمير افريقايي هيوادونو کې خرڅيږي. ساينس پوهان وايي دغه ډول درمل چې د رښتينو درملو ډيره لږ کچه لري کيداى شي چې هم ناروغانو ته ناوړه پايلي ولري او هم د ملريا د ناروغۍ هغه بڼې رامنځته کړي چې د درملو په وړاندې مقاومت لري.
بيړڼي گامونه
دوى له افريقايي هيوادونو غوښتي چې د ټيټ کيفيت لرونکو درملو د خرڅلا د مخنيوي لپاره بيړڼي گامونه اوچت کړي ځکه وايي دغه ډول درمل د ميليونونو خلکو او په ځانگړي ډول د ماشومانو او ميندوارو ميندو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
د تقلبي درملو کارباور ډيره گټه لري.
د ځينو دغو تقلبي تابليتونو کيمياوي تجزيې ښوولې چې دغه تابليتونه په چين کې توليد شوي دي.
نايجيريا کې هم د دغه ډول تقلبي درملو د توليد يوه کارخانه موندل شوې ده.
ساينسپوهانو خبردارى ورکړى چې که د تقلبي درملو رسد ډب نه شي نو د ملريا د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره به پراخې هڅې له ناکامۍ سره مخامخې شي.





















