تاسو یې اورئ پلارجانه؟

- Author, عارف شميم، بي بي سي
- دنده, ژباړه شهادت ياسيني
- د خپرېدو وخت
سهار دفتر په اور گاډي کې روان وم چې یوه ځوانه انجلی زما ترڅنگ په چوکۍ کښېناسته، اوله خپل دستکول نه یې يو کارډ او قلم راویستل او په لیکلو یې پیل وکړ:
ګرانه پلاره!
کیدای شي چې د پلار په ورځ کور ته درنشم، نو د همدی کارډ له
لارې ستاسې د اوږد ژوند دعا کوم.
په ما ډير گرانه پلاره!
دا ټول یې دومره لوى ولیکل چې( کیدای شی غوښتل یې چې ټول کارډ پری ډک کړی.) دا چې د جملې ډېر لويې ښکل شوې وې سره ددې چې نه مې غوښتل وې لولم سترگې مې پرې ولگېدې.
دجون ١٩ سږکال د پلار ورځ وه . دا ورځ په بريتانيا کې او نورو ډېرو هېوادونو کې هر کال لمانځل کېږي. کیدای شي چې ورځې مختلفې وي خو دا رواج او عنعنه ټولو ځايونو کې يو ډول ده . خو په بريتانيا کې دا ورځ هر کال د جون د مېاشتې په درېيمه يکشنبه لمانځل کېږي.
زما پلار نشته هغوی نزدې 39 کاله وړاندې له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. د هغوی له وفاته لږ مخکې،په پاکستان کې ضیا الحق د بهټو پر حکومت کودتا کړې او يواځې تر 90 ورځو پورې واک کې پاتې کېدو وعدې سره یې د حکومت چارې خپل لاس کې واخیستې.
له دې وروسته گڼو پلرونو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د ضیا واکمني روانه وه.
له پاکستان پرته په افغانستان کې هم لوى شمېر پلرونه او زامن د ضیا او د هغې ملاتړې امریکا او هم د هغوی د غليمانو يعنې روسانو له خوا په نښه شول.
د پاکستان او افغانستان اړیکه هم عجیبه ده ـ له ټولو نه زیاته مینه او قربانې او هم د ټولو نه زیاته کرکه او دښمني ـ

په پاکستان کې چې څوک ترهګري وکړي نو افغانستان ته لاړ شي او که هلته خلک والوزوی نو دېخوا راځي ـ څوک هم نشته چې ددې پوښتنه وکړي.
نن سبا د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ترينگلې دي، د پولې په يوې کرښې شخړه ده.
يو چا يو وخت دا کرښه رامنځ ته کړې وه خو هیڅ څوک يې هم نه مني. نو بيا دا ټول څه دي؟ کاشکې چې پلار مې ژوندى وی نو ما به په دی اړه پوښتلی وى.
خپل پلار سره لږ ډير تير کړي وخت کې مې د يو څو شيانو په اړه پوښتلي هم وو. او يو څه يې راښودلي هم وو، یادونه لږ دي خو بیا هم ډیر دی ـ
هغوی سره هر ماښام ناسته او لوستل، د اونۍ په پاى کې د مور له مخالفت سره سره بیا هم مونږ ته ناوخته پورې د تلویزيون کتلو اجازه راکول، او د مال روډ په سيمه کې چکر راکول هغه یادونه دي، چې يادولو لپاره ډېر دي .
ما ته هغه ورځ هم یاده ده، په کومه ورځ يې چې مونږ پرېښودولو، یو ناڅاپي ناروغه شو او په سبا يې ساه ورکړه.

څه وخت چې هغوى له دې نړۍ سترگې پټې کړې، زه يې پښو ته ولاړ وم ـ مور مې راته وویل چې پښې یې ومښه يا مالیش کړه دې سره به هغوى لږ ارامه شي ـ خو هغوي داسې چپه خله و چې شاید ډېر ارام يې ترلاسه کړى و. کله چې يو انسان ساه ورکړي نو د بدن هډوکي يې پراخيږي، دا راته مخکې معلوم نه و.
کله چې د خپلې مسلکي دندې عملی ډګر ته راووتلم، نو ډیر څه مې زده کړل، خو د ژوند په هر پړاو کې مې د یو څه احساس کولو چې کاشکې پلارمې ژوندی وی، نو زه به یې په ښه توګه دې کار ته چمتو کړی وم ، ځکه چې هغوی ډېره دنیا کتلې او پراخه تجربه يې درلوده.
هغوی خو ویلي و چې لبنان د نړۍ له ټولو ښایسته هېواد دی، د منځني ختیځ سويټزرلینډ بلل کېږي، خو ما تل په دې هیواد کې له کورنۍ جګړۍ پرته نور څه نه دی لیدلي.
هغوی خو ویلي و چې سوریه د یو تمدن نوم دی خو ما هلته يواځې د تمدن او بشريت تباهي لیدلې ده.
ما خو د پناه په لټون کې د ستړو ستومانه پلرونو له لاسو نه د بحر بيخ ته د هغوى د بچو ښويدل او د بچو په مخ کې د هغوى ډوبیدونکي مور او پلار وليدل.
زما پلار نشته، خو یو څو ورځې وړاندې یو چا راته وویل اروپا ته داکثره راتلونکو ماشومانو
د مور او پلار هیڅ درک نه دى معلوم، زه به شايد د هغوي په حالت ډېر غمجن يم، خو زه له هغوي ډېر نيکمرغه وم ځکه ما خو کور درلود...
پلار جانه ! تاسو یې اوری کنه!





















