ورځپاڼې: پاکستان د کډوالو ایستلو ته لارې چارې لټوي

پاکستان
د عکس تشریح، د مجلې په وينا پاکستان يو له هغو ٣٠ هېوادونو دى چې په کې زېږېدونکي ماشوم ته بايد بې له قيدو شرطه د دغه هېواد تابعيت ورکړي خو د افغان کډوالو په تړاو دغه غوښتنې رد شوې دي.
د خپرېدو وخت

فارن پاليسي مجلې "پاکستان د افغان کډوالو لپاره يوه خپسکه ده خو په همدې حال کې يې کور هم بلل کېږي. '' تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

مجله وايي پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو دى چې تر ټولو ډېر کډوال په کې مېشت دي، خو دغه هېواد د داسې لارو چارو په لټه کې دى چې دا کډوال وباسي.

د مجلې په وينا خو دا چاره داسې يوۀ هېواد ته د دغو کډوالو د استولو په مانا ده چې هېڅکله يې هلته ژوند نه دى کړى. مجلې دغه هېواد کې د کډوالو د ناڅرگند برخليک په تړاو د يوې افغانې ښځې څرگندونې راخيستې چې وايي، راتلونکې اگست کې ښوونځي پيلېږي خو دا نه پوهېږي چې فېس ورکړي او که نه.

ځکه کېداى شي د ښووځيو له پيلېدا سره سم پاکستانى حکومت دوى اړ کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د مجلې په وينا پاکستان يو له هغو ٣٠ هېوادونو دى چې په کې زېږېدونکي ماشوم ته بايد بې له قيدو شرطه د دغه هېواد تابعيت ورکړي خو د افغان کډوالو په تړاو دغه غوښتنې رد شوې دي.

'د هندو ' ورځپاڼه ليکي امريکا بايد پر طالبانو فشار راوړي چې چې د افغان حکومت اندېښنو ته ځواب ووايي. د ورځپاڼې په وينا د لويې جرگې د سپارښتنو او امريکايانو سره د روانو خبرو اترو سره سره طالبانو خپلو پسرلنيو عملياتو ته دوام ورکړى.

ورځپاڼه وايي طالبان خپل دريځ کې هله بدلون راولي چې له پوځي او سياسي اړخه تر فشار لاندې راشي.
د عکس تشریح، ورځپاڼه وايي طالبان خپل دريځ کې هله بدلون راولي چې له پوځي او سياسي اړخه تر فشار لاندې راشي.

ورځپاڼه وايي طالبان خپل دريځ کې هله بدلون راولي چې له پوځي او سياسي اړخه تر فشار لاندې راشي. مطلب کې راغلي چې افغان حکومت دې موخې لپاره اړينې سرچينې نلري او د تېرې ١٧ کلنې جگړې تجربو ښوولې چې دولت طالبان له پوځي لارې نشي ماتولى.

د ورځپاڼې په وينا افغان دولت د طالبانو په شرايطو سوله هم نشي منلى ځکه دا هغو ازاديو ته د گواښ پېښولو په مانه ده چې اوس افغانان ترې برخمن دي.

خو د سرچينو نشتوالي ستونزه د نړيوالې ټولنې له يوې مرستې سره لېرې کېداى شي. ورځپاڼه وايي امريکا چې اوس له طالبانو سره په خبرو بوخته ده بايد د کابل گټې له پامه و نه غورځوي او پر طالبانو فشار ډېر کړي چې تاوتريخوالى ودروي او له ولسمشر غني سره خبرو اترو ته کېني.

ډان ورځپاڼې له پاکستانيو نجونو سره د چينايي نارينه وو جعلي ودونو په تړاو يو مطلب خپور کړى. ورځپاڼې د يوۀ چينايي وگړي بېلگه راخيستې چې وايي د انرژۍ په يوه پروژه کې کار لپاره پاکستان ته تللى او بيا هلته يې د پاکستاني عيسوۍ ښځو د قاچاق يوه غدۍ جوړه کړې وه.

پاکستان
د عکس تشریح، پاکستاني چارواکو دا وروستیو کې دې لړ کې یو شمېر چینايي نارینه نیولي دي

دغې غدۍ پر هرې نجلۍ له يو نيم ميليون روپيو نيولې تر درې نيم ميليون روپيو پورې بيه اېښي وه. د ورځپاڼې په وينا د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په فيصل اباد، لاهور او راولپنډۍ کې د پلټنو فدرالې ادارې له لوري تر سره شويو چپاونو کې د دغې غدۍ يو شمېر چينايي غړي او د هغوى پاکستاني ملگري نيول شوي دي.

رپوټ وايي دغه چينايي وگړي او ځينې نور پاکستان کې د خپل کار له ختمېدو وروسته بېرته چين ته نه دي تللي دغه غدۍ جوړه کړې او د بېوزلو عيسوي کورنيو له نجونو سره يې د چينايي وگړو جعلي ودونه کول او بيا چين ته لېږدول او هلته يې کاسيرتوب يا بدلمنۍ ته يې مجبورولې.