"د خلکو پوهنتون " او وړیا تحصیلي سندونه


علي پاتریک هیڅکله فکر نه کوه چې د لوړو زدکړو تحصیلي سند به ترلاسه کړي ، وړیا خو لا پریږده.
د عکس تشریح، علي پاتریک هیڅکله فکر نه کوه چې د لوړو زدکړو تحصیلي سند به ترلاسه کړي ، وړیا خو لا پریږده.
د خپرېدو وخت

علي پاتریک اوس ډیر خوشحاله دی. څو اوونۍ مخکې ېې له پوهنتون نه د فراغت سند ترلاسه کړ او د هغه لپاره ېې یوه پیسه هم نه ده لګولې. د زده کړې په وخت کې هغه مجبور نه و چې د لکچرونو د اوریدو لپاره درسي ټولګي ته لاړ شي.

د بزنس مېنېجمنټ یا د سوداګرۍ د مدیریت په رشته کې د زده کړې د پیل سره سم یې میرمن دوه غبرګوني زامن وزیږول خو دا پېښه د ده لپاره کومه ستونزه نه وه ځکه چې کولای ېې شول ۶ میاشتې رخصتي واخلي.

علي"د خلکو پوهنتون" کې زده کړه کوله چې د آنلاین پوهنتونونو د زیاتیدونکي شمېر له جملې څخه یو دی. دغو پوهنتونونو د نړۍ د مخ پر ودې هیوادو خلکو لپاره نوې دروازې پرانیستې دي.

۳۴ کلن علي پاتریک عید چې د اردن اوسیدونکی دی بي بي سي ته وویل "ما تل د لوړو زده کړو آرمان درلود خو فکر مې نه کاوه هیڅکه به یې ترلاسه کړم"

د انټرنیټ له لارې د زده کړو کورسونه کومه نوې خبره نه ده ـ د مثال په توګه د امریکې د فینیکس پوهنتون د ۱۹۸۷ کال راهیسې د انټرنیټ له لارې د بشپړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي، خو د خلکو پوهنتون لومړی وړیا آنلاېني کالج یا پوهنځی دی چې د لوړو زده کړو تحصیلي سندونه ورکولای شي.

د هر امتحان یا آزموینې لپاره د زده کونکو څخه ۱۰۰ډالره غوښتل کیږي خو که څوک ېي نشي ورکولای د هغوی لپاره یو لړ سکالرشپونه یا د وړیا زده کړو امکانات شته دي.

علي پاتریک وايي د خپلو ۳۵ امتحانونو لپاره ېې هیڅ پیسې نه دي ورکړي.

د زده کړو میليونونه ليواله کسان

د افریقې په ځینو برخو کې ښونځي ډیر امکانات نه لري او زده کونکي نشي کولاې پوهنتون ته لاړشي
د عکس تشریح، د افریقې په ځینو برخو کې ښونځي ډیر امکانات نه لري او زده کونکي نشي کولاې پوهنتون ته لاړشي

تیرکال مایکرو سافت اعلان وکړ چې ۱۰۰۰ تنو افریقايي زده کونکو لپاره به د وړیا تخنیکي زده کړو آسانتیاوې او امکانات برابر کړي او د خلکو پوهنتون کې به د هغوی د ازموينو فیسونه هم ورکړي.

دغه پوهنتون په دې وروستیو کې د نایجریا حکومت سره یو ژمن ليک لاسلیک کړی چې له مخې ېې زده کونکو ته سکالرشپونه برابروي.

تیره میاشت د لیرې نه د امریکې د زده کړو او روزنې شورا (DETC ) د خلکو پوهنتون ته یوه اعتبارنامه ورکړه چې کیدای شي دریځ ېې ډیر لوړ کړي.

د خلکو پوهنتون په ۲۰۰۹ کال کې د یوه اسراييلي سوداګر، شايي ریشیف له خوا پرانیستل شو، هغه په دې باور دی چې لوړې زده کړې یو بنسټیز حق دی چې ټولو وګړو ته باید میسرې وي.

هغه وايي "په میلیونو خلک غواړي لوړې زده کړې وکړي خو ورته رسیدای نه شي. د نړۍ په ډیرو برخو کې لوړې زده کړې عادي وګړو ته میسرې نه دي"، "زه غواړم یوه بله لاره پیدا کړم چې اوسنی تعلیمي نظام بدل کړي"

د خلکو پوهنتون اوس یوازې په دوو رشتو کې د لوړو زده کړو امکانات برابروي – د بزنس ایډمینستریشن یا د سوداګرۍ مدیریت رشته او د کمپیوټر ساېنس په رشته کې.

په دې پوهنتون کې د زده کړو لپاره یوازې یو عادي انټرنیټ کافي دی، آن براډبینډ ته هم اړتیا نشته او د غږ او ویډیويي مواد په کې نه کارول کیږي.

زده کونکي باید د ۱۸ کلونو نه زیات عمر ولري، انګریزي ژبه یې باید ښه زده وي او باید ثابته کړای شي چې د لیسې یا دولسم ټولګي زده کړې ېې په بریالي ډول تر سره کړې دي.

په اوسني وخت کې دا پوهنتون د ۱۴۲ هیوادو څخه ۷۰۰ زده کونکي لري، خو ښاغلي راشیف هيله من دی چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به یې د زده کونکو شمیر ۵۰۰۰ ورسیږي.

هغه د دې پروژې د پیل کولو لپاره خپلې ۳.۵ میلیونه ډالره پیسې لګولي خو اوس یې کلنۍ بودیجه یوازې يو میلیون ډالره ده.

تلویزیوني لکچرونه

پرانیستی پوهنتون دلومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې د لیرې څخه د زده کړې تلویزیونې لکچرونه پیل کړل
د عکس تشریح، پرانیستی پوهنتون دلومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې د لیرې څخه د زده کړې تلویزیونې لکچرونه پیل کړل

هڅه کیږي چې د بېځایه لګښتونو مخنیوی وشي، په دې پوهنتون کې د خښتو کوټې، کتابونه او ودانۍ نه شته چې د ترمیم غم یې وخوړل شي.

ښاغلی راشیف وايي" حتی استادان او پروفیسران چې تر ټولو زيات لګښت پرې راځي معمولآ په وړیا توګه راځي".

د نړۍ د نامتو پوهنتونونو ، لکه ېېل، اکسفورد او کولمبیا څخه ۳۰۰۰ استادانو د خلکو په پوهنتون کې د درس ورکولو ژمنه کړې.

خو علي پاتریک وايي "د زده کونکو او د داوطلبه استادانو ترمنځ اړیکي تل بې ستونزو نه وي". هغه وايي "ما د یو استاد سره ستونزه درلوده. څو اوونۍ وروسته به ېې زما د پوښتنو ځوابونه راکول".

"هیچا هغوی داوطلبانه کار ته نه وو مجبورکړي، خو چې ژمنه یې کړې باید ترسره یې کړي".

برتانيا د لومړي ځل لپاره د پرانيستي پوهنتون سره د لیرې نه د زده کړو لړۍ پیل کړه- او په ۱۹۷۰ او د ۱۹۸۰ په وروستیو کلونو کې تلویزیوني لکچرونه ډیر رواج وو.

هغه وخت تلویزیوني خپرونې تورې او سپينې وې خو وروسته نوې تکنالوجي رامنځته شوه او تیرکال پرانیستي پوهنتون د ۲۱ نورو پوهنتونونو سره لاس یو کړ او د آنلاېني زده کړو کورسونو ډیره پراختیا ومونده.

اوس دا کورسونه په میلیونونو مینه وال لري.

کارونو ته "ګواښ"

آیا غیر آنلاېني ، عادي ، پوهنتونونو ته کوم” خطر “ شته ؟
د عکس تشریح، آیا غیر آنلاېني ، عادي ، پوهنتونونو ته کوم” خطر “ شته ؟

ځينې کسان ښايي فکر وکړي چې د لیرې نه د انټرنیټ له لارې زده کړې ښايي پر عادي پوهنتونونو بد اغیز وکړي ځکه چې زده کونکي او استادان به آنلایني پوهنتونونو ته مخه کړي.

کیداې شي د اقتصادي بدلونونو سبب شي، یو پروفیسر به کولای شي په سلګونو او زرګونو زده کونکو ته درس ورکړي.

ډاکتر ویلییام لاټن د بې سرحده لوړو زده کړو د څارنې موسسې مدیر، وايي "پوهنځي به کولاې شي چې استادان شریک کړي، او دا به په دې معنا وي چې ځینې کسان به کارونه له لاسه ورکړي".

خو هغه ګومان نه کوي چې په نږدې راتلونکي کې به عادي پوهنتونونه له منځه لاړ شي. هغه فکر کوي چې په زیاتیدونکي توګه به پوهنتونونه هم آنلايني او هم غیر آنلاېني کورسونه برابروي.

لوړې هیلې

په آنلايني کورسونو کې غیر حاضري ډیره ده. د امریکې د پنسلوانیا پوهنتون یوې پلټنې موندلې چې په یو آنلايني کورس کې یو ميلیون کسانو ځانونه شامل کړي و، خو په سلو کې یوازې څلورو يې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

ډاکټر لاټن وايي دا ځکه چې د آنلايني کورسونو زیاتره شاملین ښايي په جدي توګه د لوړو زده کړو د فراغت د سندونو د ترلاسه کولو نیت نه لري.

خو "د خلکو پوهنتون" کې داسې نه ده. زده کونکي غواړي چې د فراغت هغسې ښه سندونه ترلاسه کړي چې د امریکا په عادي پوهنتونونو کې ورکول کیږي. هغوې ډیر زیار باسي.

په آنلايني پوهنتونونو کې ۲۰ یا ۳۰ زده کونکي په یو مجازي ټولګي کې سره یوځای کېنول کېږي او هڅول کېږي چې د انټرنیټ له لارې یو له بله سره وغږېږي.

ښاغلی ریشیف وايي "هر زده کونکی باید په مباحثې کې فعاله برخه واخلي".

علي پاتریک وايي په زده کونکو او استادانو کې يې ملګري پیدا کړل او تر اوسه هم ورسره د بریښنا لیک او سکايپ له لارې په تماس کې دی.

خو پوښتنه داده چې د آنلاېني پوهنتونو څخه د فراغت سند څومره ارزښت لري؟

علي پاتریک تراوسه کوم کار نه دی موندلی. هغه وايي په عربي متحدو اماراتو کې يې د کار موندلو په یوې مرکې کې برخه واخیسته خو مرکه کونکي دده د پوهنتون نوم هم نه و اوریدلای.

خو سره د دې، هغه وايي چې مرکه کونکی کارفرما د ده د فراغت تحصیلي سند نه راضي و او ورته د منلو وړ و.

علي پاتریک د هغې پوهې له امله چې د آنلاېني پوهنتون په مرسته ېې ترلاسه کړې اوس غواړي چې ځان ته خپله یو کاروبار برابر کړي.

دی وايي ټول عمر یې خپل ځان ته د یو تجارت یا کار جوړولو ارمان درلود او اوس یې دومره پوهه ترلاسه کړې چې کولاي شي یو تجارتي کار پیل او ښه مدیریت ېې وکړي.

هغه وايي که لومړنۍ سرمایه یا پانګه پیدا کړي نو هیله من دی چې خپل هدف ته به ورسیږي.