بحث: هند کې نوي بدلونونه او پر سیمه یې اغېز
د خپرېدو وخت
په هندوستان کې د بهارتيا جنتا پارټي مشر نريندرا مودي له بري وروسته ويلي چې حکومت به يې د هېواد د ټولو وگړو وي.
ده په خپل پلرني ښار گجرات کې خبريالانو ته وويل چې خلکو ورته لوى مسوليت سپارلى دى.
ولسمشر کرزي د بي جي پي د گوند په بري دې ډلې او د هندوستان وگړو ته مبارکي ويلي ده.
هغه هيله ښودلې چې له نوي حکومت سره به د افغانستان او هندوستان اړيکې نورې هم غښتلې شي.
دغه راز د پاکستان لومړي وزير نواز شريف هم ښاغلي مودي ته د مبارکۍ ورکولو په وخت هغه پاکستان ته وربللى دى.
په هندوستان کې د بهارتيا جنتا پارټۍ حکومت به د سيمې په ځانگړې توگه پاکستان او افغانستان سره په تړلو چارو څه اغېز ولري؟
دا او نورې پوښتنې په هندوستان کې ورځپاڼه ليکوني منوهر سېنگ بترا او پاکستان کې د چارو شنونکي متقاعد جنرال محمد سعد ځوابوي.
د بحث چلوونکی عنایت الحق یاسیني دی.