د کال غوره لوبغاړي په سیالۍ کې دافغانستان نبي او شینواری

اي سي سي (کرېکټ نړیواله شورا) د سږني کال لپاره د کرېکټ په بېلا بېلو برخو کې د کال غوره لوبغاړیو سیالي لپاره د لوبغاړیو نومونه په ډاګه کړل.
د افغانستان کپتان او تکړه ال راونډر (بیټسمېن او بالر) سمیع الله شینواری هغه دوه لوبغاړي دي چې د اسوسي ایټ یا د اي سي سي نیمه غړیو هېوادونو په برخه کې د کال غوره لوبغاړي سیالۍ ته نومول شوي.
د دوی دواړو تر څنګ د سکاټ لنډ دوه لوبغاړي کالم مک لایډ او پرېسټن مومسن هم د دغې سیالۍ لپاره نومول شوي.
د کرېکټ نړیواله شورا به د نومول شویو لوبغاړیو د تېر یوه کال لوبه ارزوي چې په دې کې د سږني کال د ۲۰ اوره نړیوال کپ سیالۍ هم راځي.
پر دې سربېره اي سي سي په نړیوالو لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزې، په شل اوره لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزې، په یو ورځنیو لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزې، په ټېسټ لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزې لپاره هم نومونه په ډاګه کړي.
د دې تر څنګ په تېر کال کې د ځوان غوره لوبغاړي جایزې لپاره هم نومونه په ډاګه شوي.

سږنی کال د اي سي سي د غوره لوبغاړیو جایزو ۱۱م کال دی او د ګټونکو نومونه به د نومبر په ۱۴مه نېټه په ډاګه شي.
د اي سي سي د کرېکټ په بېلا بېلو برخو کې د نومول شویو لوبغاړیو نومونه په لاندې ډول دي.
د اي سي سي د کال غوره لوبغاړي جایزه
ای بي ډي ویلیرز (جنوبي افریقا)
مېچل جانسن (اسټرالیا)
انجلو مېتیوز (سريلانکا)
کمار سنګاکارا (سریلانکا)
د ټېسټ لوبو د غوره لوبغاړي جایزه
مېچل جانسن (اسټرالیا)
انجلو مېتیوز (سريلانکا)
کمار سنګاکارا (سریلانکا)
ډیوېډ وارنر (اسټرالیا)
یو ورځنیو لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزه
کوینټن دي کوک (جنوبي افریقا)
ای بي ډي ویلیرز (جنوبي افریقا)
ویرات کوهلي (هندوستان)
ډیل سټېن (جنوبي افریقا)
ای سي سي اسوسي ایټ د کال غوره لوبغاړي جایزه
محمد نبي عیساخېل (افغانستان)
سمیع الله شینواری (افغانستان)
کالم مکلایډ (سکاټلنډ)
پرېسټن مومسن (سکاټلنډ)





















