افغان ژباړونکی چې اوس د هېواد یو تر ټولو شتمن سړی دی

افغانستان وايي سود سودا لپاره پرانیستی دی او ځینو ډېرو شتمنو خپل هېواد کې پانګونه هم کړې ده خو څومره ژر به د افغانانو دا پانګونې د هغو میلیاردونو ډالرو مرستو ځای ونیسي چې دغه هېواد پرې تر دا اوسه تکیه و؟
افغان سوداګر فهیم هاشمي ته ډېری د (سپتمبر یولسمې میلیونر) وايي. ده خپله ټوله شتمني چې دی یې "ډېره لږه" بولي په دا تېرو څو کلونو کې له امریکایانو سره له قراردادونو جوړه کړې ده.
فهیم هاشمي په کابل کې زېږېدلی او لوی شوی دی. افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له ورتګ وړاندې د انګریزۍ ژبې استاد و او تر یو بایسکل پرته یې نور څه نه درلودل.
افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له ورتګ سره سم دی له هغو لومړنیو کسانو و چې د ژباړونکي په څېر یې دنده ورسره واخیسته. هغه مهال څه باندې ۲۰ کلن و.
دی اوس ۳۵ کلن دی او د هاشمي ګروپ په نامه د څو کمپنیو مشري کوي.
هر کال یې عاید هم ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي. په پنځو کمپنیو کې یې د یو ټلویزیون، لوجیستکي، تعمیراتي کمپنۍ او یو هوايي شرکت چې (ایسټ هرایزن) نومېږي او په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو، شامل دي.
دی خپله ټوله بریا یوازې ښه بخت بولي.
راته ويل یې، "هغه مهال هېچا انګریزي نه ویله او زه نېکمرغه وم چې انګریزي مې زده وه. د دې تر څنګ مې راتلونکي لپاره ښه لیدلوری او ژمنتیا درلوده، خواري مې هم ډېره وکړه او د وړاندیزونو (پروپوزل) لیکلو په چل هم پوهېدم".
کله چې له بهرنیو پوځیانو سره یو څه وخت واوسېد او د امریکایانو او بریتانویانو په خوی پوه شو، نو نړیوالو پوځي ځواکونو لپاره یې د اکمالاتو قراردادونو ته وړاندیز وکړ. لومړۍ پروژه یې د ۶۰۰ امریکايي ډالرو وه چې امریکايي پوځیانو ته یې پرې د کټونو روجایانې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
هغه ۲۰۰۵ کال و.
اوس دی په دې ویاړي چې له افغان ملي پوځ سره کار کوي، بوټان او تېل ور رسوي.
ما ورسره په وزیر اکبر خان کې ولیدل. د کابل هغه سیمه چې تر ټولو یې امنیت تل ډېر ټینګ وي. دی همدغلته خپل دفتر د غېر رسمي کارونو او د اولمپیک کمېټې د افتخاري مشر په توګه ځینو غونډو لپاره کاروي او یو تمرین ځای پکې لري چې د اندام جوړولو لپاره پکې د ورځې دوه ساعته خولې تویوي.
دی وايي افغانستان د ګټې وټې ځای دی.
"موږ ټوله شتمني همدلته هېواد کې لګولې ده. زموږ کاروبار سل په سلو کې افغان جوړ دی چې کارکونکي یې هم ټول خپله افغانان دي. موږ افغانانو ته دندې ورکوو او تجارت هم همدلته کوو چې ثبات ورسره راشي."
یوازې په ۱۰ کلونو کې د ده پنځو کمپنیو افغانانو ته تر ۱۰۰۰ ډېرې دندې پیدا کړې دي او د افغانستان په اقتصاد کې یې هم ۱۵ میلیونه ډالر لګولي دي.
"بېل فکر"

د عکس سرچینه، BBC World Service
په همدې موده کې، ډېریو شتمنو افغانانو خپله شتمني بهر یوړه، په ځانګړې توګه د دوبۍ ارامه او عصري ښار ته.
کره شمېر نه دی معلوم خو ځینې وايي افغانانو په دوبۍ کې تر ۲۰ میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې بندې کړې دي.
افغانانو ډېری پانګونه په کورونو کې کړې ده، د پام جمیرا په نامه د دوبۍ په مصنوعي ټاپو کې چې په اماراتو کې تر ټولو شتمه سیمه ده. یو کور پکې تر ۱۱ میلیونو ډالرو پلورل کېږي.
په ۲۰۱۴ کال کې، په افغانستان کې دننه، له سیاسي ناڅرګندتیا سره ډېریو افغانانو خپله شتمني له هېواد وایسته.
په دوبۍ کې د کورونو پلورلو د یوه کارپوه په خبره لوړپوړي افغان جنرالان، سیاستوال او شتمنې څېرې اوس هم دا ګران بیه کورونه اخلي.
یوه سوداګر چې خپله هم په پالم جمیرا کې اوسېږي را ته وويل چې د دې شتمنې ټاپو ۱۵ سلنه کورونه افغان جنګسالارانو اخیستي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
فهیم هاشمي خپله هم دوبۍ کې دوه کورونه لري. دا له هغو څلورو پرته چې کابل کې یې پیسې پرې لګولي خو وايي له افغانستانه د پیسو په ایستلو یې نظر له نورو بدل دی.
"موږ ښايي له هغو څو ګوتو په شمار کمپنیو یو چې هر څه مو بېرته همدلته افغانستان کې لګولي دي. موږ همدې ته ډېر ژمن یو او ډېر پرې ویاړو."
"ښايي داسې افغانان وي چې خپلې پیسې باسي خو زه دا کار نه کوم او پر ضد یې یم."
په افغانستان کې له ۲۰۰۳م کال راهیسې پانګونه
- له افغانستان سره نړیوالو ۵۰ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
- یوازې ۱۷ افغانو کمپنیو ۱۱ میلیارده ډالر لګولي دي.
- هغه سکتورونه چې په افغانستان کې یې پیسې بندي کړي دي، تعمیراتي، تېل، خدماتو، هوايي شرکتونو، رسنۍ، او د خوراکه موادو دي.
سرچینه: د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره
ښاغلی هاشمي اوس له مېرمنې او درو بچیانو سره په کابل کې اوسېږي. هلته نا امني هغو میلیونونو افغانانو ته چې د ورځې په څه کم یو ډالر ګوزاره کوي د ژوند یوه برخه ده.
څو اوونۍ وړاندې، د ده دواړو زامنو له هغه وروسته ښونځي بدل کړل چې ښونځی یې د یوه امنیتي ګواښ له امله وتړل شو.
د ده مور، پلار، خویندې او یو ورور په دوبۍ کې اوسېږي. لکه نور شتمن افغانان، دی هم وايي چې هلته هم امنیت ښه دی او هم د زده کړو غوره چانسونه ډېر دي.
خو یو ورو یې له ده سره کابل کې دی او د ده د مرستیال دنده تر سره کوي، نور ټول خویندې او ورونه یې د طب زده کوونکي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
هغه دفتر کې چې ما ورسره ولیدل، د ده له لوی او رنګین کور نه چندان لرې نه دی.
دی اوس د هېواد یوه مهمه څېره ده او له پیاوړو خلکو سره ناسته ولاړه لري چې وايي تر شتمن کېدو وړاندې یې یو هم نه پېژند.
"سیاسي ملګري او اړیکې مې هغه وخت پیدا کړې چې شتمن شوم. نه مې له سیاستوالو او نه مې هم د هغو له اړیکو مرسته غوښتې."
"یوازې مې له هغو خلکو سره اړیکې درلودې چې ما ورسره کار کاوه. هره بریا زموږ د ژمنتیا او مسلکي ډلې ده."
بي بي سي ته د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې، ایسا وروستۍ شمېرې ورکړې او دا ښيي چې د ښاغلي هاشمي په شان د سوداګرو پانګونه په اقتصاد کې ونډه او رول لوبولي شي.
په ۲۰۱۳ کال کې، د هېواد ناخالص عاید څه باندې ۲۰ میلیارده ډالر و. له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې دا شمېر یوازې څه باندې دوه میلیونه ډالر و څو برابره ډېر خو بیا هم دا شمېر له اېستونیا هم ډېر لږ دی. اېستونیا په اروپا کې یو تر ټولو کوچنی هېواد دی چې ټول نفوس یې څلورو میلیونو ته لا نه رسېږي.
افغانستان د طالبانو له را پرځېدو وروسته، په دې تېرو ۱۳ کلونو کې له نړیوالو مرستندویانو ۵۰ میلیارده ډالر اخیستي دي. مانا په ټوله نړۍ کې تر بل هر هېواد ډېره مرسته له افغانستان سره شوې ده.
ژر شتمن کېدل

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
ایا د نورو هېوادونو په پرتله اسانه ده چې سړی په افغانستان کې ژر پیسې پیدا کړي؟
فهیم هاشمي ښه ځواب ورته لري.
"خود اسانه ده ځکه دلته رقابت نشته. خو ګرانه ځکه ده چې خطر ډېر دی."
"که تاسې بریتانیا کې تجارت لرئ، افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوئ ځکه خطر ډېر دی."
خو بل پلو، چې موږ خپله شتمني دلته په خطر کې اچوو، موږ له هغو لویو تجارانو سره رقابت نه کوو لکه بریتانیا کې چې دي.





















