جورجیا کې د سېلابونو له کبله ژوي سړکونو ته راوتلي دي

دولتي چارواکي وايي ګڼ شمېر کسان چې په سيمه کې بند پاتې وو د الوتکو په په واسطه خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي
د عکس تشریح، دولتي چارواکي وايي ګڼ شمېر کسان چې په سيمه کې بند پاتې وو د الوتکو په په واسطه خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي
د خپرېدو وخت

د تېزو سېلابونو له کبله د جورجیا په پلازمېنه ټېبليسي کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د ټېبليسي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ژوبڼ ګڼ شمېر ژوی تښتېدلي دی او خلکو ته يې په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی دی.

ورکو شويو ژويو کې زمريان، پړانګان، يګ او لېوان شامل دي.

د اوبو اس د ښار په يوه څنډه کې د بې هوښه کوونکي ټوپک په واسته ارام او بيا نيول شوی دی.

بل خوا د ژغورنې ډلې په ورانو او ويجاړو شويو کورونو کې د بندو کسانو په لټه کې دي.

د اوبو اس د ښار په يوه څنډه کې د بې هوښه کوونکي ټوپک په واسته ارام او بيا نيول شوی دی
د عکس تشریح، د اوبو اس د ښار په يوه څنډه کې د بې هوښه کوونکي ټوپک په واسته ارام او بيا نيول شوی دی

په سيمه کې د سېلابونو له امله په لويه کچه زيان اوښتی دی او ويل کېږي ګڼ شمېر کسان بې کوره پاتې دي.

ځايي چارواکي وايي په زرګونو کسان خوراکي موادو ته اړتيا لري او په سيمه کې برېښنا نشته.

دولتي چارواکي وايي ګڼ شمېر کسان چې په سيمه کې بند پاتې وو د الوتکو په په واسطه خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

د ګرجستان لومړي وزير اېراکلي ګبرشوېلي له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې د ژويو تر موندلو پورې په کورنو کې پاتې شي.

ځينې له دغو ژويو موندل شوي او يا وژل شوي خو تراوسه روښانه نه ده چې څومره لادرکه دي.

د ټېبلي مرستيال ښاروال اېرکلي لېکوېناډز وايي د سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۰ ميليون ډالره زيان اوښتی دی.

۲۰۱۲ کال مۍ مياشت کې په ټېبليسي کې د سېلابونو له کبله پنځه کسان وژل شوي وو.

د ټېبلي مرستيال ښاروال اېرکلي لېکوېناډز وايي د سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۰ ميليون ډالره زيان اوښتی دی
د عکس تشریح، د ټېبلي مرستيال ښاروال اېرکلي لېکوېناډز وايي د سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۰ ميليون ډالره زيان اوښتی دی