سولې مشورتي لویې جرګې وروستۍ ورځ؛ غوښتنې او وړاندیزونه
له طالبانو سره د خبرو د يوه چوکاټ د ټاکلو په موخه کابل کې جوړه شوې لويه جرگه نن پاى ومومي. د سولې شورتي جرګې اداري پلاوی نن 'جمعه' له یوې ګډې اعلامیې سره د کمېټو وړاندیزونه افغان حکومت ته وړاندې کړي. له پلان سره سم د غونډې وروستي مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون سره تر سره کېږي.
