د اوکرایین په جګړه کې وروستي پرمختګونه:
اوکراییني چارواکي وايي، دوی باور لري چې په محاصره شوي ښار ماریوپول کې پر یوه تیاتر برید کې "۳۰۰کسان" وژل شوي، که څه هم په خپلواکه توګه د دې شمېرې تایید ستونزمن کار دی.
د بريتانيا دفاعي چارواکي وايي، اوکرایين په دې وروستيو کې د پلازمېنې کيېف په ختيځ کې د ښارونو او دفاعي پوستو په بېرته نيولو کې بريالي شوي دي، که څه هم په ټول هېواد کې جګړه روانه ده.
د ځايي پولیسو په وینا په خارکیف ښار کې پر یوه طبي مرکز د روسیې په برید کې څلور کسان وژل شوي دي. ښار تر سختو بمباریو لاندې دی، خو تر اوسه سقوط شوی نه دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې اروپا ته په سفر دی، ټاکل شوې د اوکرایین پولې ته څېرمه په پولنډ کې له اوکرایني کډوالو سره وګوري.
بایډن اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې روسیې ته د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه خبرداری ورکړ.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې له امريکا سره د مايع طبيعي ګازو په برخه کې يو تړون لاسليک کړ. اروپا هڅه کوي چې په دې برخه کې پر روسیې خپله تکیه کمه کړي.
په ماریوپول کې د ورځني بمباریو په ترڅ کې په زرګونو خلک بند پاتې دي او ځایي ښاروال وايي چې د ویجاړ شوي ښار بیا رغول به کلونه وخت ونیسي.




