ولسمشرغني: د مځکې پرمخ تر ټولو سخته دنده پر مخ بيايي

د ویډیو تشریح، ولسمشرغني: د مځکې پرمخ تر ټولو سخته دنده پر مخ بيايي
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر اشرف غني وایي هېواد کې يې د جګړې ګټل په دې معنا دي چې بشپړه او تلپاتې سوله راشي.

ولسمشر غني چې دا خبرې يې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کولې وويل، د هېواد مشري یې د ځمکې پرمخ "تر ټولو سخته دنده ده".

ده وويل د سولې هدف ته د رسېدو لپاره باید یوه نه یوه ورځ له طالبانو سره خبرو ته کښېني.

نوموړي وويل د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ مطلب هم دا دی چې په افغانستان کې روان کړکېچ له سیاسي لارو چارو حل شي.