ایټالیا د رومي مجسمو د ''ښکلا جراحي'' کوي

- Author, هدایت الله همیم
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
د ايټالیا پر لومړي وزیر سیلیویرو بیرلوسکوني وروسته له هغه سخته نیوکې وشوې، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ یې په ايټالیا کې د مرمرو د دوو لرغونو رومي مجسمو د ترمیم اجازه ورکړه.
دغه مجسمې چې یوه یې د وینوس ښځينه خدای او بله یې د مارس دي، په بربنډ ډول توږل شوې چې اوسمهال په روم کې د ایټالیا د لومړي وزیر د استوګنې په ځای کې دي.
بیرلوسکوني ویلي چې د جګړې د لرغوني خدای مارس ورکه شوې تناسلي آله او د وینوس لاس دې دې بېرته ورغول شي.
د هنر ماهرین وايي د ښاغلي بيرلوسکوني دا پرېکړه ځکه نامناسبه ده، چې د ښکلا له پلوه د ورکو شوو غړو پرځای د نورو جوړول د هنر په ډګر کې یوه تېروتنه ګڼل کېږي.
دغه دواړې مجسمې له کابو سل کلونو راهیسې موندل شوې دي، چې اوس د بیرلوسکوني د استوګنې په ځای کې دي.
وړاندې دغه مجسمې د روم په موزیم کې ساتل کېدې.
د ايټالیا د ترمیم اصول
د هنر مینه ځکه په غصه دي، چې د "ښکلا" په موخه د دغو مجسمو له منځه تللي غړي شاوخوا ۷۳ زره یورو لګښت غواړي، چې د نورو لرغونو یوناني او رومي مجسمو د سمې ساتنې په مخ کې ستونزه راټوکوي.
پر بیرلوسکوني نیوکه کېږي چې ګني د ایټالیا د لرغونو هنري توکو د ترمیم په رڼا کې د ترمیم اصولو ته پام نه کوي.
بیرلوسکوني امر کړی چې د راتلونکي کال لپاره دې د ښکلو هنرونو د ترمیم په بودیجه کې تر ۴۰ سلنې پورې زیاتوالی راشي.





















