پېلوځی هنري، ادبي خپرونه
- Author, امان الله عمران
- دنده, لندن
- د خپرېدو وخت
دې اوونۍ پېلوزي کې:
په کندهار کې د طلوع افغان پرمختګ

(طلوع افغان) په کندهار کې لومړۍ ورځپاڼه ده، چې له ۸۹ کلونو وروسته اوس رنګينه شوې او په ښکلې پرمختللې بڼه چاپېږي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وايي نه يوازې د ورځپاڼې بڼې بدلون موندلی، بلکې دا چې منځپانګه يې رنګارنګ او د مخونو شمېر يې زيات شوی، چې د لوستونکيو تنده ماتوي.
ځينې کارپوهان که څه هم په کندهار کې د چاپي رسنيو حالت په اړه خوښ نه دي، خو د طلوع افغان ورځپاڼې نوی پرمختګ د چاپي رسنيو او هم د ورځپاڼې لوستنې په دود په غوړېدا کې يو مهم ګام بولي. نورحال له کندهار نه دمامون درانی په راپور کی
هلمند کې چار واکي وايي د تاريخي اثارو ساتنې په اړه يې تدبيرونه پيل کړي

د هلمند چارواکي وايي چې په تاريخي ځايونو کې د خپلسريو ودانيو څښتنانو ته يې د زغم پياله اوښتې، او تاريخي ځايونو په پاکولو يې پيل کړی دی. څو مياشتې مخکې هلمند چارواکيو پېلوزي ته ويلي وو چې دوی د دغو ودانيو څښتنانو ته له تاريخي ځايونو د وتلو سپارښتنه کړې، او اوس بيا وايي د دغو اثارو د ساتنې پر خپلو تدبيرونو يې پيل کړی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر (علي شاه مظلوميار) وايي دوی د اثارو ساتنې خپلو تدبيرونو کې هم له جرګې او هم که اړتيا شوه له زوره کار اخلي. له ښاغلي مظلوميار سره خبرې لرو.
د هرات ادبي ټولنې اتياومه کليزه

د هرات ادبي ټولنه اتيا کلنه شوه. په همدې وياړ ګڼ شمېر افغان ليکوالانو او شاعرانو د دغې ټولني ادبي او کولتوري فعاليتونه د يوه جشن په ترڅ کې وارزول.
د هرات د ادبي ټولنې مشرتابه وايي د هرات کولتوري څېرو د دې ټولنې په چوکاټ کې ډېرې هلې ځلې کړې خو د اقتصادي ستونزو له کبله يې فعاليتونه تل محدود پاتې شوي دي. محمد قاضي زاده مو د هرات ادبي ټولني له تېر او اوسني حالت خبروي.
پکتيا پېژندنه
يو ځل بيا په پکتيا پېژندنه کې ګردېز ته ورځو. پكتيا د افغانستان د جنوب ختيزو سيمو داسې غرنى ولايت دى چې د جرګو مركو او ان اتڼ ټاټوبی هم بلل كېږي.
د دغه ولايت د ديارلسو ولسواليو بېلابېل قومونه او ځينې نور خېلونه دولايت په مركز ګردېز كې مېشت دي.

د دغه ولايت اوسېدونكي سپين او غنمرنګ دي. منځنۍ ونه لري، درنې جامې، واسكټونه، څادرونه او لونګۍ يې دوديزه جامه ده.
پکتياوال د اخترونو، ودونو او نورو ځانګړو وروځو كې بېلابېل دودونه لري. احسان الله مهجور ګردېز راپېژني او هم مو د پکتيا له د دودونو خبروي.
د بلخ څلنۍ مشاعره
د پښتو شعر او شاعرۍ موسم تر ډېره پسرلی وي، خو د بلخ لسګونو فرهنګپالو، شاعرانو او اديبانو څله يا د (ژمي پيل) په شعر او شاعرۍ ولمانځله.
د دغي لمانځغوڼدې کوربني د بلخ پښتنو د يوالي اوسمون ټولنېزي شورا کړې وه. د څلې په لمانځنه کې موسيقۍ او د اتڼ هم ځای درلود.
د بلخ فرهنګپال وايي د څلې شپه اوږد تاريخ لري چې د افغانستان په شمال کې يې خلک تر نيمې شپې د ناستی اوهندوانو په خورولو لمانځې. امير بريال چې په مزار شريف کې دغې لمانځغونډې ته ورغلی و، راپور پرې لري.
د دې اوونۍ فرهنګي خبرونو کې
د اوسکار اکاډمۍ اعلان کړی چې د ۲۰۱۰ کال جايزو ته د وړ فېلمونو شمېر د تېر په پرتله څه شاوخوا ۲۵ کم شوی دی.
د سږ کال نومړ د (اې-ټيم The A-Team) په فېلم پيل او د (Youth in Revolt) يا (ځوانۍ پاڅون) فېلم پای ته رسېږي.
په نوملړ کې د نورو فېلمونو له ډلې (The Girl With the Dragon Tattoo) يا (د ښاماري ټټو نجلۍ) او د (جېف برېجېز Jeff Bridges) فلمونه (Tron - Legacy) او (True Grit) په کې شامل دي.

د اوسکار جايزو (۸۳) دوره به د (۲۰۱۱) کال د فبرورۍ په ۲۷ مه په لاس انجلس کې ترسره کېږي.
د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د اوسکار په ۸۲ مه دوره کې (کاترين بېګېلو Kathryn Bigelow) لومړۍ مېرمن وه چې د غوره فېلم لارښودې اوسکار يې وګاټه.
د دې فېلم (The Hurt Locker) د غوره فېلم په ګډون ۶ نورې جايزې هم وګټلې.
(جېف برېجېز) او (سندرا بولوک) په (Crazy Heart) يا (لېونی زړه) او (The Blind Side) يا (ړوند اړخ) کې په لوبېدو سره د غوره تمثيل جايزې واخيستې.
تېر کال اوسکار جايزو ته وړ فېلمو شمېر (۲۷۴) او د ۲۰۰۸ کال جايزو وړ فېلمونو شمېر بيا پر (۲۸۱) ولاړ و.
د اوکسار (۸۳) مې دورې ته د سږ کال سيالو فېلمونو نومونه به د راتلونکې جنورۍ په ۲۵ مه اعلان شي.

د (هاري پاټر Harry Potter) فيلمي لړۍ فېلم ستورې (افشان ازاد) ورور (اشرف ازاد) پر خپله خور د بريد پړه منلې ده. ده ځکه پرې بريد کړی چې د خور (بوای فرېنډ) يا ملګری مسلمان نه دی.اشرف ازاد چې ۲۸ کلن دی ټاکل شوې وه د انګلستان په ماچسټر کې محکمې ته حاضر شي.
(افشان ازاد) ۲۲ کلنه ده او د پراخ شهرت فېلمونو کې يې د (پاډما پاټېل) په نامه رول لوبولی و. ټاکل شوې اشرف ازاد ته د دغه تېري جزا راتلونکې جنورۍ واوروله شي، او د اوس لپاره په کور د پاتې کېدو، له خپلې خور سره د کار نه لرلو او هم لندن ته د نه سفر په شرط خوشي شوی دی.