جولیان اسانج ولې د سیاسي پناه غوښتنه کړې؟
د خپرېدو وخت
بريتانيا کې پوليس وايي د وېکيليکس وېبپاڼې بنسټ ايښودونکی جوليان اسانج د خپل ضمانت شرطونه مات کړي، او اوس له نيونې سره مخامخ دی.
دی اوس په لندن کې د اېکواډور سفارت کې دی، او د سياسي پناه غوښتنه يې کړې ده.
ښاغلی اسانج له بريتانيا نه سويډن ته د سپارنې مقاومت کوي، چې پر دوو ښځو پر جنسي تېري تورن دی.
ښاغلی اسانج وايي پر انټرنېټ د امريکا حکومت د پټو سندونو خپرولو له امله پر ده ظلم کېږي.
برتانیا کې د سیاسي چارو څېړونکی جان محمد اڅکزی له بي بي سي سره د ښاغلي اسانج په اړه خبرې کوي، چې ولې يې له ایکواډور نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې او څه وېره لري؟