د پخواني وکيل پر ضد د څارنوالۍ قضيه څه وايي؟
- Author, اسماعیل سعادت
- دنده, لندن
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې یو سیاسي فعال او د ولسي جرګې یو پخوانی غړي د یوې ادعا شوې جنايي قضیې په تړاو نیول شوی دی.
لویه څارنوالۍ وايي پر محمد کبیر رنجبر د یوې ښځې له خوا تور لګول شوې چې هغه یې په زور له ځان سره ساتلې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.
ښاغلی رنجبر د حق او عدالت ګوند په مشرانو کې دی او او حکومت منتقد ګڼل کیږي.
د دې قضیې په اړه مو مخکې د لویې څارنوالۍ له مرستیال رحمت الله نظري سره مرکه لرله او په پيل کې ترې وپوښتل شوه چې آیا د قانون له مخې دا سمه ده چې د جرم له ثابتېدلو مخکې یو تورن رسوا شي؟