پاکستان پښتو خبري پاڼه بنده کړې
د خپرېدو وخت
د خبريال خبري وېب پاڼې چلونکي ادعا کوي چې د پاکستان چارواکو يې پر پاڼې بنديز لگولى او په دغه هېواد کې ورته له څه باندې يوې اوونۍ راهېسې لاس رسى نه شي کېداى.
د خبريال پاڼې سر چلونکى ميرويس افغان بي بي سي سره په مرکه کې وويل دوى هڅه کړې چې په قبايلي سيمو، بلوچستان او نورو پښتني سيمو کې د رامنځ ته شويو پېښو خبر په وخت خپلو کتونکو ته ورسوي.
خو په پښتونخوا کې د واکمن عوامي نشنل گوند وياند له بي بي سره په خبرو کې د دغې ادعا په تړاو بې خبري وښوده خو ويې ويل چې د وينا د خپلواکۍ ملاتړ يې د گوند تگلاره ده.
د خبريال له سر چلونکي ميرويس افغان سره د بي بي سي مرکه یما بارز کړې ده.