د افغانستان په تړاو نړېوال کنفرانسونه او اغيز يې
- Author, فريبا ظاهر
- دنده, له کابله
- د خپرېدو وخت
د افغان دولت متحدینو په تېرو لسو کلونو کې څه باندې لس نړیوالې او سیمه ییزې غونډې د افغانستان د راتلونکې لپاره جوړې کړې دي.
د دغو غونډو پیل د بن ناسته وه. هغه نهه ورځنۍ غونډه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ بېلا بېلو ډلو او ګوندونو د افغانستان د نظام پر جوړښت، د اساسي قانون پر جوړېدو او د ټاکنو په ترسره کېدو هوکړه سره وکړه.
په همدې غونډه کې حامد کرزی د افغانستان د موقتې ادارې د مشر په توګه وګمارل شو.
له هغه وروسته څو نورې غونډې هم د نړۍ او سیمې په کچه د افغانستان په اړه جوړې شوې چې د افغانستان لپاره هم د اقتصاد او هم په نورو بېلا بېلو برخو کې ډېرې لویې ژمنې په کې وشوې.
د دغه لس کلن مزل او نړیوالو ناستو په پایله کې افغانستان څه لاسته راوړي، فریبا ظاهر په دغه راپور کې راخستي.