د لارې خرابوالي له کابله شمال ته مزلونه اوږده کړي
- Author, امير بريال
- دنده, مزار شريف
- د خپرېدو وخت
د افغانستان په شمال کې د لويې ترانزيتي لارې د خرابۍ له امله خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
دا لار په سالنگونو کې نژدې ۱۰ کيلومتره خرابه شوې ده چې د خلکو د سفر شپږ ساعته وخت ېې دوه چنده کړى دى.
د سړک د خرابېدو علت بار وړونکو لاريو کې له ټاکلې اندازې نه زيات مواد انتقالول ښوول شوي دي.
د افغانستان د د فوايد عامې وزارت هم وايي سالنګ د اوبو د فشار له امله له جدي خطر سره مخامخ دى.
دغه وزارت وايي یو لنډ مهاله پروګرام تر لاس لاندې لري چې په را روان ژمي کې به سالنګ د استفادې وړ شي.