بهاوي: په لندن کې هر څه زموږ په خوښه دي
په لندن کې د اولمپیک لوبو پیل ته دوه ورځې پاتي دي. نن چهارشنبې(جولای ۲۵) د لوبو له رسمي پیل نه د مخه د برتانیا او نیوزلینډ او د کمېرون او برازیل د فوټبال د ښځینه لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې.
د اولمپیک لوبو تنظیموونکي د لوبو لپاره فضا ډېره ښه بولي او وايي چې په بریاليتوب سره یې تیارۍ ترسره شوې.
په همدې حال کې د انګلستان د فوټبال پخوانی ستوری ډېویډ بېکهم وايي چې د اولمپیک لوبو د پیل په مراسمو کې ده ته هم رول ورکړل شوی خو نور یې څه نه دي ویلي چې څه ډول رول.
په دې لوبو کې له افغانستان شپږ تنه لوبغاړي دوه د ځغاستې، یو د سوک وهلو، یو د جودو او دوه لوبغاړي د تکواندو په سیالیو کې سیالي کوي.
د دوی په منځ کې یو هم نثار احمد بهاوي دی چې د اګست د میاشتې په لسمه به د تکواندو سیالي وکړي.
نوموړي تر دې مخکې په نړیوالو سیالیو کې دوه د سیپنو، درې د زیړو او درې د سرو زرو مډالونه د افغانستان لپاره ګټلي دي.
له ښاغلي بهاوي سره وغږېدو او په پیل کې مو وپوښت چې د اولمپیک سیالې لپاره یې تیارې څنګه دي؟