"افغان ځواکونه د ټولټاکنو امنيت خوندي کولی شي"
د خپرېدو وخت
د افغان مځکنيو ځواکونو يوه قوماندان جنرال مراد علي بي بي سي ته ويلي دوی کولی شي د افغان ټوټاکنو امنيت خوندي کړي.
دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې د د ټاکنو لپاره نومليکنه لا روانه ده، او بله دا چې د کابل-واشنګټن امنيتي تړون لا په ټپه ولاړ حالت کې دی.
د دسمبر ۳۱ مې ورستۍ نېټه چې د امريکايانو له لوري ټاکل شوې، په رانژدې کېدو ده، او په همدې وخت کې ناټو هم له خپله اړخه پر خبرو بوخته ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته خپل پوځي شته والی خوندي کړي.
د ناټو سرمنشي انډېرس فور راسموسن ويلي، دی د خبرو پيل هرکلی کوي، خو تر هغه يې په وينا نه شي بشپړېدی چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون نه وي لاسليک شوی.
له جنرال مراد علي سره په کابل کې بلال سروري خبرې کړې، چې پر بنسټ يې راپور له سپين تڼي اورو.