اسیايي لوبو کې افغانستان لومړی له پاکستان سره لوبېږي
د خپرېدو وخت

د کرېکټ په اسیايي لوبو کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان له لوبډلې سره وکړي.
دا لوبې چې مهال وېش یې همدا نن (د جنورۍ ۱۶مه) خپور شو په بنګله دېش کې د فبرورۍ د میاشتې په ۲۵ نیټه پېلېږي او وروستۍ/فاینل لوبه به یې د مارچ د میاشتې په اتمه نیټه ترسره شي.
په دې سیالیو کې به د پاکستان، سري لنکا، بنګله دېش، هندوستان او افغانستان د لوبډلو ترمنځ ټولې ۱۱ لوبې ترسره شي.
ابراهیم امیري د دې په اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ له اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد سره غږېدلی او په پیل کې یې پوښتلی چې د افغان لوبډلې سیالۍ به په کومو نیټو له چا سره وي؟