د اوکراين په تاوتريخوالي کې ٣ کسان وژل شوي
د خپرېدو وخت
د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې او پوليس هڅه کوي مظاهره چيان له هغو سنګرونو په زور وباسي، چې د مظاهرو له مرکز سره نژدې دي.
د بي بي سي د يوه خبريال راپورونه وايي چې د چاودنو غږونه يې اورېدلي او امبولانسونه ټپيان شوي خلک لېږدوي.
نن لږترلږه درې کسه وژل شوي دي.
دغه تاوتريخوالی له هغه وروسته کېږي، چې په اوکراين کې د اعتراضونو لپاره د سزا نوی قانون معرفي شو.
په کيف کې مېشت افغان ، انجنير جميل د مظاهرو د سترگو ليدلى حال راکړ