د کرېکټ په نړېوال بورډ کې بدلونونه
د خپرېدو وخت
د کرېکټ نړيوال بورډ په خپل جوړښت او واک کې د کرېکټ د درېو سترو هېوادونو انگلستان ، اسټراليا او هند د زيات واک او اختيار په وړاندې له شته مخالفتونو سره سره، يو لړ بنيادي بدلونونه تصويب کړل. دغه بدلونونه، په سنگاپور کې د کرېکټ د نړيوالې شورا د لسو غړو هېوادونو له ډلې، د اتو له لوري تاييد شول خو پاکستان او بنگله دېش يې کلک مخالفت کړى.
دا چې دغه بدلونونه څه دي زموږ همکار شېر آقا کريمي د کرېکټ يو افغان لوبڅارى نظر کټوازي پوښتلى