کابل ته بې گناه، واشنگټن ته قاتلين
د خپرېدو وخت
د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر له بگرام زندانه هغه ٦٥ کسان خوشي شوي دي چې امريکاييان وايي د نړيوالو او افغانانو په وينو يې لاسونه سره وو.
امريکاييان وايي دوى داسې شواهد لري چې د دغو نيول شويو له ډلې ډېرو په چاودنو او نورو بريدونو کې لاس لاره.
خو ولسمشر کرزى وايي چې ډېر يې بې گناه وو.
کابل کې د امريکا سفارت د دغو کسانو خوشې کېدل د خواشينۍ وړ چاره گڼلې.
په کم ساري ډول بي بي سي د بگرام زندان ته دننه ورغلې او له ځينو هغو زندانيانو سره يې ليدلي چې اوس خوشې شوي دي.