"د روسیې حکومت او خلک له اوکرایین سره د جګړې نیت نه لري"
د خپرېدو وخت
د اوکرايين صدراعظم ارسېني يڅينيوک روسيه تورنه کړه چې له هغه هېواد سره يې جگړه اعلان کړې او له ولسمشر پوتين نه يې غوښتنه وکړه چې خپل پوځ د کرېمیا له ټاپووزمې وباسي.
اوکراييني چارواکو د بشپړې تيارسئ اعلان کړى او د احتياط د درورې ټول پوځيان يې ورغوښتي دي، خو وايي چې لومړى به دوى ماشې ته گوته ور نه وړي.
په کرېميا کې د روسانو پوځي خوځښتونه ډېر شوي او په سمندري څنډو کې يې جنگي بېړۍ ليدل شوې دي.
د کړکېچ له زياتېدو سره لوېديځ هم پر روسيې فشار ډېر کړى او له هغه هېواده پخواني حالت ته د ستنېدو غوښتنه کوي.
خو دغه کار د روسيې لپاره چې د اوکرايين په پېښو کې خپل اعتبار زيانېدلى بولي، څومره شونى دى؟
دا پوښتنه داود جنبش په مسکو کې له يوه افغان څېړونکي ډاکټر نور رحمان سراجي نه د مرکې په پیل کې کړې ده.