برازیل کې اقتصادي وده کمه شوې
د خپرېدو وخت
په برازیل کې د فوټبال نړیوالو اتلولیو ته یوازې څه باندې یوه میاشت پاتې ده او تر ډېره پام هم پر دغه هېواد دی.
برازیل هغه وخت د لوبو د کوربه توب حق تر ګوتو کړ چې اقتصادي وده یې ډېره وه خو له هغه راهیسې یې وده کمه شوې ده.
اقتصاد پوهان تمه لري د دغه هېواد اقتصاد به دا کال ۲% وده وکړي.
دا وده په ۲۰۱۰ کال کې ۷% وه.
برازيليانو ته تر ټولو لوى سرخوږى اوس د انفلاسيون/د پيسو د پاړسوب دى چې شاوخوا ٦ فيصده دى او بيې يې لوړې کړې دي.
په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې حفیظ الله معروف یې وړاندې کوي.