اسلام اباد کې د موسیقۍ فستیوال

د خپرېدو وخت

د اسلام اباد د موسیقۍ په فستیوال کې بېلابېلو هنرمندانو له کلیوالې موسیقۍ نیولې بیا تر کلاسیکې او معاصرې موسیقۍ پورې ګډون کړی و. هنرمندان د ګډون والو له خوا وستایل شول.

ولسي هنرمند اختر چنار زهري خپلې ولسي موسیقۍ ته د خلکو پام ور واړاوه.
د عکس تشریح، ولسي هنرمند اختر چنار زهري خپلې ولسي موسیقۍ ته د خلکو پام ور واړاوه.
له عمر کوټ نه هم په دې میله کې په ځانګړي ډول را بلل شوی مائي دهائي هم خپل هنر خلکو ته وړاندې کړ
د عکس تشریح، له عمر کوټ نه هم په دې میله کې په ځانګړي ډول را بلل شوی مائي دهائي هم خپل هنر خلکو ته وړاندې کړ
هارون رشید په پاکستان کې د موسیقۍ برخې د هنرمندانو د حقونو لپاره له تېرو دوو کلونو راهیسې کار کوي. نوموړی هم د میلې د ګډونوالو لخوا وستایل شو
د عکس تشریح، هارون رشید په پاکستان کې د موسیقۍ برخې د هنرمندانو د حقونو لپاره له تېرو دوو کلونو راهیسې کار کوي. نوموړی هم د میلې د ګډونوالو لخوا وستایل شو
د عباس علی خان له تصوفي شاعرۍ او کلاسیکې موسیقۍ نه خلکو ډېر خوند واخیست
د عکس تشریح، د عباس علی خان له تصوفي شاعرۍ او کلاسیکې موسیقۍ نه خلکو ډېر خوند واخیست
په اسلام اباد کې د اوسیدونکې نتاشا حمیرا اعجاز اواز د خلکو لخوا ډېر وستایل شو.
د عکس تشریح، په اسلام اباد کې د اوسیدونکې نتاشا حمیرا اعجاز اواز د خلکو لخوا ډېر وستایل شو.

په میله کې بحثونه هم وشول چې په تعلیمي نصاب کې د موسیقۍ د شاملولو او د هنرمندانو د اقتصادي وضعیت او هغوی ته د ورکول کېدونکو پیسو د کچې په اړه پر اندېښنو هم خبرې وشوې.
د عکس تشریح، په میله کې بحثونه هم وشول چې په تعلیمي نصاب کې د موسیقۍ د شاملولو او د هنرمندانو د اقتصادي وضعیت او هغوی ته د ورکول کېدونکو پیسو د کچې په اړه پر اندېښنو هم خبرې وشوې.
د ولسي موسیقۍ تر څنګ په دې مېله کې سیمه ییزه نڅا هم نندارې ته وړاندې شوه.
د عکس تشریح، د ولسي موسیقۍ تر څنګ په دې مېله کې سیمه ییزه نڅا هم نندارې ته وړاندې شوه.
ځینې هنرمندان داسې دي چې په ملي کچه ډېر شهرت نه لري، خو په خپلو ځانګړو کړیو کې ډېر ځلېدلي دي. ذیشان منصور هم د اسلام اباد په همداسې هنرمندانو کې یو مخکښ نوم دی.
د عکس تشریح، ځینې هنرمندان داسې دي چې په ملي کچه ډېر شهرت نه لري، خو په خپلو ځانګړو کړیو کې ډېر ځلېدلي دي. ذیشان منصور هم د اسلام اباد په همداسې هنرمندانو کې یو مخکښ نوم دی.
په دغه ماښام د اسلام اباد هوا ښه وه او نري باران د موسیقۍ خوند یو په دوه کړ.
د عکس تشریح، په دغه ماښام د اسلام اباد هوا ښه وه او نري باران د موسیقۍ خوند یو په دوه کړ.
د فستیوال یوه بل مشهور هنرمند اریب اظهر هم خپل هنر وړاندې کړ.
د عکس تشریح، د فستیوال یوه بل مشهور هنرمند اریب اظهر هم خپل هنر وړاندې کړ.
زیات شمېر لیدونکي د پوهنتونونو زده کونکې او زده کونکي وو، چې د زړه له اخلاصه یې هنرمندان وستایل.
د عکس تشریح، زیات شمېر لیدونکي د پوهنتونونو زده کونکې او زده کونکي وو، چې د زړه له اخلاصه یې هنرمندان وستایل.

په اسلام اباد کې جوړې شوې موسیقۍ مېلې پای په ډول او موسیقۍ وشو، چې خلکو د زړه له اخلاصه ورته نڅاوې وکړې.
د عکس تشریح، په اسلام اباد کې جوړې شوې موسیقۍ مېلې پای په ډول او موسیقۍ وشو، چې خلکو د زړه له اخلاصه ورته نڅاوې وکړې.