"خېبر پښتونخوا کې د اورپکو کنترول ډېر شوی"
د خپرېدو وخت
د عوامي نېشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین وايي چې د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت له وسله والو طالبانو سره جوړجاړی کړی او له همدې کبله په ټوله سیمه کې د اورپکو فعالیتونه او کنترول ډېر شوی دی.
میا افتخار حسین چې تر یو کال مخکې پورې په پښتونخوا ایالت کې د عوامي نېشنل ګوند په ایالتي حکومت کې د اطلاعاتو وزیر و دا تور هم لګوي چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د اوسني حکومت که هم یو کال کېږي خو له خلکو سره کړې ژمنې یې نه دي پوره کړې.
د ښاغلي حسین په وینا په سیمه کې اورپکي تر پخوا ډېر پیاوړي دي او په خلاص مټ د یوه پراخ فعالیت لپاره چمتوالی نیسي.
زموږ همکار داود اعظمي له میا افتخار حسین سره د مرکې په پیل کې پوښتلي چې دی خپله په خېبر پښتونخوا کې د اوسني حکومت او خپل مخکني حکومت ترمنځ څه توپیر ویني؟