د هند موټر جوړولو صنعت له ستونزو سره مخ دی
د خپرېدو وخت
د هند موټر صنعت تر ټولو زاړه شرکت د امبسډر موټر جوړولو کار درولی دی.
دا هغه ډول موټر دي چې لسيزې يې د دغه هېواد د سياسي پوړ استازولي کوله.
دغه شرکت چې، هندوستان موټرز، نومېږي وايي له کلکتې سره څېرمه فابريکه کې يې کار، د توليد ټيټوالي، لوړو پورونو او هم د تقاضا يا غوښتنې نشتوالي له امله، تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوی دی.
دا تېر شاوخوا يو کال د هند موټر جوړلو شرکتونو لپاره ښه موده نه وه، او کارپوهان هم د امبسډر موټرو راتلونکي په اړه هيلمن نه دي.