پر عبدالله عبدالله د ځانمرګي برید غندنه شوې
د خپرېدو وخت
د ولسمشرۍ ټاکنو پر يوه مخکښ کانديد ډاکټرعبدالله د بمي بريد غندنه شوې ده. د ښاغلي عبدالله د سپرلی پر موټر د کابل په لوېديځ کې برید وشو چې دوه ساتونکي يې وژل شوي خو دى ترې روغ وتلی دی.
ښاغلى عبدالله به له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د جون په ١٤ مه د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې بخت ازمويي.
بلال سروري له کابله نور جزييات لري.