له اسلام نه "اوښتې" ښځه په ضمانت خوشې شوه

د خپرېدو وخت

په سودان کې هغه عیسوۍ مېرمن چې د اسلام پرېښودو په تور د مرګ په سزا محکومه شوې وه، اوس د دویم ځل لپاره له زندانه خوشې شوې ده. مریم ابراهیم د دوشنبې په ورځ خوشې شوه خو یوه ورځ وروسته بیا ونیول شوه.

دا ځل پرې تور لګول شوی چې له سوډانه یې د وتلو په خاطر جعلي اسناد کارولي.

د امریکا په سفارت کې له پناه اخیستلو دمخه نوموړې له بي بي سي سره مرکه وکړه.

جزییات يې په دې رپوټ کې چې بسم الله مومند یې وړاندې کوي.