برازيل، فوټبال او درې ورځنى وير
د خپرېدو وخت
برازیل کې د فوټبال نړیوال جام لوبو یوه کوربه ښار کې د پله له نړېدو وروسته دغلته چارواکو درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی. دې پېښه کې ۲ کسه مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. پېښه د بېلو هرو زونچي، ښار کې هغه مهال وشوه چې یو بس او څو موټرې له پله سره وجنګېدې.