افغانستان کې د بریتانیا ۱۳ کلن میراث

د خپرېدو وخت

کمپ بسټین، افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو وروستۍ اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه.

له دې سره افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو جنگي ماموریت ختم شو.

همدا په افغانستان کې د بریتانيا ۱۳ کلن پوځي کمپاین پای ته رسوي چې ۴۵۳ بریتانوي پوځیان يې ووژل.

په دې اډه کې یو وخت شاوخوا ۹۵۰۰ سرتېري دېره و.