که کډه کوئ نو مېکروبونه مو هم درپسې دي

د خپرېدو وخت

که پلان لرئ چې په نژدې راتلونکي کې کډه وکړئ نو ښايي له دې به خبر نه یاست چې د مېلیاردونو په شمېر مېکروبونه به هم درسره کډه کوي.

دا هغه مېکروبونه دي چې په ورځني ژوند کې درسره ملګري دي، او ساینس پوهان وايي دغه مېکروبونه ستاسو په سالمې روغتیا کې مهمه ونډه لري.