د سویز کانال پراخونه راتلونکی اګست بشپړېږي

د خپرېدو وخت

مصري چارواکي وايي د سويز کانال پراخونه، چې د نړۍ يو له تر ټولو مهمو سوداګريزو دهلېزونو ګڼل کېږي، راتلونکی اګست بشپړېږي.

د کانال چارواکې ادارې مشر بي بي سي ته ويلي چې کار د يوې نوې لارې بشپړولو لپاره چټک روان دی، چې د اوبو پر دغې لارې به د تګ راتګ وړتيا دوه برابره زياته کړي.

دغه کانال چې ۱۴۶ کاله عمر لري، مديترانه او سور سمندر سره نښلوي، او د اسيا او اروپا ترمنځ د بېړيو تر ټولو ګړندۍ لار ده.