پورټال په هرات ولایت کې

د خپرېدو وخت

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د لومړي ځل لپاره پورتال پرانیستل شوی. پورتال هغه اورسپنیزه او طلایي رنګه خونه یا کانتینر دی چې د پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ څوک چې ورننوزي کولی شي د نړۍ په بله سیمه کې له یوه چا سره چې په ورته خونه کې ناست دی وویني او خبرې وکړي. په دې خونو کې انځور روڼ وي او دواړه خواوې داسې احساس کوي لکه په یوه خونه کې چې ناست وي.