د بې وسلو شويو بيا سمبالونه
د خپرېدو وخت
د بشري حقونو ادارې پر افغان حکومت نيوکه کوي چې په شمال ختيځو ولايتونو کې پخوانيو مجاهدينو ته د وسلو بيا سپارلو نيت لري.
ښکاري دغه کسان د بې وسلې کولو بهير په ترڅ کې چې د جاپان په مالي مرسته ترسره شوی، په تېره لسيزه کې بې وسلې شوي وي.
زموږ همکار سيد انور چی شمال ختيځو ولايتونو ته سفر کړی د طالبانو پر ضد جنګ کې يې د پخوانيو جهادي قومندانانو رول ته کنته کړې ده.